Striped newt – کرښې یا پراډې لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus perstriatus) دی. د متحده ایالتونو په سوېل ختیځ کې پیدا کیږي. د ختیځ له تریتون سره نږدې تړاو لري. تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې زېړ رنګه شین، زیتونو ته ورته شین یا نسواري خړ وي. په ملا کې روښانه نارنجي یا د سور رنګ کرښې لري. د ګېډې رنګ یې زېړ وي او په یاد رنګ کې تور خالونه موجود وي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل نوتو فتالموس

Sidebar



Share
Hide Buttons