Cachena – کاشېنا یا کاچېنا غوییز

د غوښې، شیدو او کار لپاره د پرتګال، ګالیسیا او هسپانیا نسل دی. په پرتګال کې ورته غوییز شته کومو ته چې باروسا نوم اخلي او تر کاچېنا غوییزو تنه کې غټ دي. ځینې خلک کاچېنا او باروسا دواړه د یو نسل دوه ډولونه ګڼي. نسل یې د پرتګال په شمال او کالیسیا کې له زېړو او نسواري غوییزو اخیستل شوی. پراخ، ډبل اوږده ښکرونه یې لور ته ورته شکل کې دي. د نړۍ په وړو نسلونو کې یو دی. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن یې تر ۵۵۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۳۹۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په اوس وخت کې یې نسل یوازې د غوښې لپاره داسې سیمو کې ساتل کیږي چې اوړي کې ډېرې ګرمې، په ژمي کې هوا سړه او لنده وي او څر ځایونه پکې ډېر کم واښه لري. کمې شیدې کوي خو شیدې یې د دښتو د وحشي بوټو ښه بوي لري. له شیدو یې د “برانداس دا کاچېنا” په نوم پنېر جوړیږي. د بوي ښه حس لري او د بوي په ذریعه کم پیدا کېدونکي بوټي پیدا کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons