Buša or Busha cattle – بوسا یا بوشا غوییز

د غوییزو د نسل ګروپ دی. د سوېل ختیځې اروپا په زیاتو هیوادونو کې پیدا کیږي. تر ټولو زیات په البانیا کې دي. په بوسنیا، کرواېشیا، کوسو، مکدونیا او سربیا کې هم زیات ساتل کېدونکی نسل دی. په هر هیواد کې یې نوم، کچه، رنګ توپیر لري. له ۱۵۰ تر ۲۵۰ کیلو ګرامه پورې یې وزن رسیږي. د کار، غوښې او شیدو لپاره ساتل کیږي. ناروغیو سره مقاومت لرونکي دي. د شیدو کچه یې هره سیمه کې توپیر لري خو په عمومي توګه له لنګېدو تر وچېدو پورې مودې کې له ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. په شیدو کې یې د شحمو کچه له ۴ تر ۵.۶% پورې وي. په ژمي کې له ۲ تر ۶ میاشتو پورې موده کې په بند ځای کې ساتل کیږي او له هغې وروسته په ازادو څر ځایونو کې څریږي.

د (Y-chromosomal microsatellite) مالومات یې ښي چې له سمینټال او د ایټالیا له غوییزو سره، له سور ګورباچوف او د مرکزي اسیا له یورینو غوییزو سره تړاو لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons