د الوتکې برخې

د الوتکې د هرې برخې نوم
د انتقال لپاره هره وسیله که هغه بېړۍ وي که کیشتۍ، که ټریکټر وي، که چورلکه، الوتکه او یا راکټ له مختلفو برخو جوړ وي. ځینې برخې او پرزې په ډېرو د انتقال وسیلو کې کارېدای شي او ځینې بیا د ځانګړې وسیلې او ځانګړي د تولید د ډول لپاره وي. کله نا کله یې برخې یا پرزې کې بدلون رامنځته کیږي او نوی نوم ورکول کیږي. که چېرې تاسې د الوتکې برخو او پرزو ته کتنه وکړی نو یوازې یې د پېژندلو وړتیا نه پیدا کوی بلکې په دې هم پوهېږی چې هره برخه څرنګه له بلې سره په ګډه کار کوي تر څو د فعالیت وړ الوتکه چمتو کړي. لاندې انځور کې د الوتکې د بهرنیو عمده برخو نوملړ ښودل شوی. د الوتکې ډېری بهرنۍ برخې د څو وسپنو له ترکیب جوړې شوې وي خو د ټکنالوجي له پرمختګ سره کمپوزېټ یا د مختلفو عنصرونو له ترکیب جوړې برخې لکه د کاربن فایبر او د ښیښه اي فایبر له کنډ څخه جوړیږي.


 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons