Burlina – بورلینا غوییز

د ایټالیا په شمال ختیځ کې، د وېنېتو سیمې غرني غوییز دي. په ترېویزو، وېرونا او وېچېنزا ولایتونو کې خپاره شوي. په بنسټیزه توګه یې نسل د شیدو لپاره ساتل کیږي خو غویان یې د غوښې لپاره کاریږي. د وړې کچې غوییز دي. تور او سپین رنګ کې وي. د کمو وښو لرونکو غرنیو سیمو کې له څر سره بلدتیا لري. د سیمې له ناروغیو سره مقاومت لرونکی نسل دی.

زیات عمر لرونکي او ژر د نسل زیاتونکي غوییز دي. د بدن کچه یې وړه ده او له همدې امله په کمو خوړو پاېدلی شي. شیدې یې د پنېر جوړونې لپاره کاریږي او په سیمه کې ترې مورلاکو دېل ګراپا پنېر جوړیږي. د غویي وزن یې تر ۴۵۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۲۵ سانتي متره پورې لوړیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons