American Brown Swiss – د امریکا سویس نسواري غوییز

د شیدو لپاره د امریکا د غوییزو نسل دی. د درې موخو لپاره د سویس نسواري نسل څخه دوه رګه شوی. د امریکا نسل کې لکه د پلرونو په څېر یې د کار او غوښې کیفیت نشته او یوازې د شیدو لپاره غوییز دي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۱۰۲۳۱ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. په شیدو کې یې ۴% شحم او ۳.۵% پروتین موجود وي. شیدې یې د ښه کیفیت لرونکي پنېر لپاره مناسبې دي.

په ۲۰ پېړۍ کې یې نسل د نړۍ زیات شمېر هېوادونو ته صادر شو او په ۱۹۹۰ کال کې، په ټوله نړۍ کې تر یو میلیون پورې غوییز موجود وو. تر ډېره یې نسل د دوه رګه کېدو لپاره کارېدلی او عصري نسلونه یې رامنځته کړي. تر نورو غوییزو زیات شحمي اسید لري. د شیدو د شحمو زرې یې ډېرې وړې وي او له همدې امله ژر د شیدو سطحې ته نه راپورته کیږي. د پروتینو او شحمو تناسب کې یې توپیر شیدې د پنېر جوړولو لپاره مناسبې کړي.

د منځنۍ کچې غوییز دي. روښانه خړ نسواري رنګ لري. خو له سپین تر خړ او تېز نسواري پورې یې رنګ امکان لري. پوز یې تور وي او له توروالي سپینه کړۍ تاو شوې وي. د پښو او د تنې وروستۍ برخه د مخکې تنې په پرتله روښانه رنګ کې وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons