Discoglossidae – دیسکوګلو سیدای کورنۍ
د چونګښو کورنۍ ده، د انورا ډلې (order Anura) ډلبندي شوي. په دې کورنۍ کې مېډ وایف (قابله، دايه) چونګښو (midwife toad) چې علمي نوم یې الیتس (Alytes) ده څلور ډوله او د رنګ شوو چونګښو (painted frog) علمي نوم یې ډیسکوګلوسوس (Discoglossus) ده شپږ ډوله شامل دي. دواړه نسلونه د زړې نړۍ چونګښې ګڼل کیږي. په غربي اروپا او شمالي افریقا کې ژوند کوي.
په اروپا کې یې د جوراسیک (Jurassic) په امبارونو کې د دې چونګښو فوسیل هم موندل شوی چې تر ټولو زوړ د چونګښو پېژندل شوی فوسیل ګڼل کیږي. عصري ډیسکو ګلوسید (discoglossids) په اناتومۍ او چلند کې دواړه نوې ځانګړنې او له پخوانیو سره ورته والی لري. میډوایف چونګښې د عجیب او غریب مثل تولید له امله نامتو دي. په دې چونګښو کې نر د هګیو ساتنه کوي. رنګ شوې چونګښې په اوبو کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې هګۍ کوي او بچیان یې ډېره ژر وده کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!