Fire-bellied toad – اور خېټې چونګښه

د بومبینا (Bombina) نوم هم ورته اخلي، د بومبیناتوریدای کورنۍ (family Bombinatoridae) غړې دي. خېټه او د پښو لاندې برخه یې نارنجي رنګ لري. عامه اور خېټه چونګښه (common fire-bellied toad) په ډنډونو کې ژوند کوي او تر ۵ سانتي مترو (۲ انچه) پورې اوږدیږي. که چېرې خطر احساس کړي او یا تنګه کړل شي مخکینۍ پښې پورته نیسي. د ارام کولو پر وخت د خېټې منحني شوې برخې باندې خپل وزن اچوي. که کوم ښکاري ژوي سره مخ شي د بدن د لاندې برخې روښانه رنګ ورښي چې دې چلند ته یې په انګرېزۍ کې (unken reflex مانا یې خطر ته عکس العمل ده) وایي. ښکاري ژو ته د خپل بدن په روښانه رنګ ښودلو سګنال ورکوي چې بدن یې زهر لري.
بومبینا نسل کې څلور نور ډولونه شامل دي: یو ډول یې په اروپا کې ژوند کوي او درې ډوله یې په اسیا کې پیدا کیږي. ټول ډولونه یې په اوبو کې د مثل تولید کوي او د مېټا مورفوسېز (metamorphosis) دوره یې له ۴۵ ورځو مخکې بشپړ کیږي.
(مېټامورفیسز په حشرو او ذوحیاتین کې له لاروای په غټ بدلېدونکې مرحلې ته وایي او مانا یې د شکل تغیر ده).
Bombina bombina By Marek Szczepanek
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons