Midwife toad – قابله یا دایه چونګښه

ورو خوځېدونکي، په ځمکه ژوند کوونکي (terrestrial) ذوحیاتین دي. څلور ډوله لري کوم چې د الیتس نسل (genus Alytes) جوړوي، د (family Alytidae) غړې دي. تر ټولو نامتو ډول یې الیتس اوبستېتریکنس (Alytes obstetricans) ده. د اروپا دا ډول یې په خلاصو سیمو کې په ځمکه د اوبو ډنډونو او لښتیو سره نږدې ژوند کوي. قابله یا دایه چونګښه ډبل وچ پوستکی لري، د بدن رنګ یې خړ او تر پنځه سانتي متره (۲ انچه) پورې اوږدوالی لري. په (Discoglossidae) کورنۍ کې هم ډلبندي شوي خو اوسمهال یې کورنۍ ته پخوانی نوم (Alytidae) کاریږي.
د شپې لخوا فعاله (nocturnal) ده، د ماښام پیل کې یې نر غږ کوي. جنسي نزدیکت په ځمکه د اوړي او پسرلي موسم کې کوي. هګۍ یې زېړې او غټې دي چې په یوه جیل لرونکي کپسول کې وي. کله چې ښځه هګۍ وکړي نر د دې هګیو له پاسه مایع لرونکي سپرم (milt) پرېږدي تر څو القاح رامنځته شي. کله چې هګۍ القاح شي نر یې هګۍ له ورستیو پښو تاووي او هر وخت یې د همدې مایع لرونکي سپرم په ذریعه لندوي په ځانګړې توګه که چېرې هوا توده وي. له درې اونیو وروسته کله چې هګۍ په بچیانو بدلیږي نر یې اوبو ته له هګیو سره داخلیږي. لاروای بچیان یې ۱.۳ سانتي متره اوږده وي.
AlytesObstet
Common Midwife Toad (Alytes obstetricans) By Christian Fischer

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons