Narrow-mouthed toad – د تنګې خولې چونګښې

د میکروهیلیدای (family Microhylidae) کورنۍ ټول ۳۰۰ غړي کوم چې په لسو فرعي کورنیو او ۶۰ نسلونو کې ډلبندي شوي. په استرالیا، په سویلې او شمالي امریکا، افریقا او اسیا کې پیدا کیږي. ډېری یې لنډې پښې، نرم پوستکي، واړه بدنونه، واړه څوکه لرونکي تېره سرونه لري. په ونه کې، د ځمکې لاندې او د ځمکې له پاسه ژوند کوي. پټېدونکی طبعیت لري (د توکو لاندې پټیږي). د بدن اوږدوالی یې تر ۸ سانتي متره پورې رسیږي.
 
غربي د تنګې خولې چونګښې چې د ډول علمي نوم یې ګاستروفرین کارولینېنسیس (Gastrophryne carolinensis) ده، په کچه کې وړه ده. خړ، سور یا نصواري رنګ لري او په بدن یې نښانونه یا ټاپي شته وي. د مکسیکو د تنګې خولې چونګښې، د ډول علمي نوم یې هایپوپاکس کونېوس (Hypopachus cuneus) ده غربي د تنګې خولې چونګښې ته ورته ده خو د بدن کچه یې غټه او په شا کې زېړ ټاپی لري. په غارونو کې او په ډله کې د ګرځېدونکو موږکانو په سوریانو کې پټیږي او که غار پیدا نکړي د ځمکې په سر دپرتو توکو لاندې ننوځي.
 
د مایکرو هایلید (microhylids) مختلف ډولونه په افریقا او اسیا کې هم شته. د باران چونګښې (rain frogs) چې د برېوي سېپس نسل (genus Breviceps) ده لنډ مخونه لري. د برېوي سېپس ګیبوسوس (Brevicep gibbosus) د سویلې افریقا ډول ده چې په ځمکه کې کندې باسي.
 
د اسیا په مایکرو هایلید (microhylids) کې ګلیفو ګلوسوس مولوسوس (Glyphoglossus molossus) په سویل ختیځې اسیا کې ژوند کوي. په اندونیزیا کې د دې چونګښو کالولا پولچرا (Kaloula pulchra) ډول هر وخت باغونو ته ځي. 
Gastrophryne carolinensis UMFS 2014 1
An adult male Gastrophryne carolinensis (eastern narrow-mouthed toad) at the University of Mississippi Field Station. By Fredlyfish4

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons