Panamanian golden toad – د پاناما سرو زرو ته ورته زېړ رنګ چونګښې

علمي نوم یې اتېلوپوس زېتېکي (Atelopus zeteki) ده، په انګرېزۍ کې ورته (Panamanian golden frog) نوم هم اخلي. وړې روښانه زېړې چونګښې دي، بدن یې ډېر وخت تور نښانونه هم لري. د پاناما په لوړو سیمو کې ژوند کوي او د پاناما تر ټولو ښکلې چونګښې ګڼل کیږي. د ډېرو خلکو له پام خپلولو وروسته دا چونګښې اوس د پاناما ملي سمبول ده. د حکومت لخوا یې ساتنه کیږي او وژل یا نیول یې جرم ده.
 
د دې چونګښې پوستکی په اوبو کې حل کېدونکي زهر لري چې د زېتېکي ټوکزین (zetekitoxin) په نامه یادیږي. دا زهر د مغز په حجرو اغیز کوي او دا چونګښې له ښکار کوونکو ژو ژغوري. تر اوسه یې طبیعي ژوند ټول نده مطالعه شوی. ښځه یې له نر څخه په کچه کې غټه وي. د ښځې اوږوالی یې تر ۵۳ ملي متره او د نر تر ۴۵ ملي متره پورې رسیږي. د ورځې لخوا فعالې (diurnal) دي. نران یې ځانته د لښتیو غاړه کې وړې سیمې ټاکي. کله چې دوه نران له یو بل سره مخ شي مخکینۍ پښې لړزوي یا ښوروي چې د دفاع کولو سګنال ده. نران یې ښځو پسې د جنسي نزدیکت لپاره غږ کوي. په یوه تار ډوله جوړښت (string) کې خپلې هګۍ کوي او د تېزو اوبو په بهېدونوکو لښتیو کې یې په ډبرو پسې نښلوي.
Atelopus zeteki1
The Panamanian golden toad By Brian Gratwicke

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons