Surinam toad – سورینم چونګښې

علمي نوم یې پیپا پیپا (Pipa pipa) ده، د سویلې امریکا اوبلنې یا په اوبو کې ژوند کوونکې (aquatic) چونګښې دي چې د پي پیدای کورنۍ (family Pipidae) جوړوي. هګۍ یې د ښځې چونګښې په ملا پورې نښتې وي. د بدن اوږدوالی یې له ۱۰ تر ۱۷ سانتي متره (۴ تر ۷ انچه) پورې وي. هوار تقریبا مربع شکله بدن، وړې سترګې، هوار سر، په اوربوز او زامه کې مړاوې زوړند پوستکی لري. خواړه یې واړه شمزي لرونکې او بې شمزي (vertebrate and invertebrate) ژوي دي.
 
په اوبو کې جنسي نزدیکت کوي، کله چې هره هګۍ بهر راوځي د نر لخوا القاح کیږي او نر یې د ښځې په ملا باندې نښلوي. په ملا باندې له نښلولو څو ساعته وروسته له هګیو چار چاپیره یو ډول کیسه یا پوستکی (cyst) وده کوي. له ۸۰ ورځو مودې وروسته واړه بچیان چې په جوړښت کې غټو چونګښو ته ورته وي له دې کیسې بهر راوځي. سورینم چونګښې د پیپا له ۷ ډولو څخه یو ډول ده په نورو پنځه ډولو کې یې د بچیانو جوړښت غټو چونګښو ته ورته والی نلري. 
 
Surinam toad (DFdB)
Surinam toad By Dein Freund der Baum

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons