Bullfrog – بل چونګښې

علمي نوم یې لیتوبېټس کتېسبيانوس (Lithobates catesbeianus)، د رانیدای کورنۍ (family Ranidae) ده. نیمه اوبلنې یا اوبو کې ژوند کوونکې (semi-aquatic frog) چونګښې دي. لوړ غږ کوي او نوم یې د غږ له لوړوالي څخه اخیستل شوی. د شمالي امریکا تر ټولو غټې چونګښې ګڼل کیږي، اصلي ځای یې د متحده ایالتونو ختیځ او کاناډا ده. د دې چونګښې نوم نورو چونګښو ته هم کاریږي لکه د افریقا پیکسي سیفالوس ادسپېرسوس (Pyxicephalus adspersus)، د هند رانا تیګرینا (Rana tigerina) او د جنوبي امریکا ځینې لېپتو دکتیلیدای (Leptodactylidae) چونګښې.
 
بدن یې مختلف رنګونه لري چې له شین او زیتون رنګ ته ورته تر نصواري رنګ پورې شته دي. د بدن د اوږدوالي کچه یې تر ۲۰ سانتي متره (۸ انچه) او د وروستیو پښو کچه یې تر ۲۵ سانتي متره (۱۰ انچه) او وزن یې تر ۰.۵ کیلو ګرامه (۱ پونډ) پورې رسیږي. په اوبو کې یا د اوبو تر څنګ سیمه کې ژوند کوي. د مثل د تولید موده یې په اوړي کې ده، خپلې هګۍ په اوبو کې کوي. د وړو بچیانو رنګ یې شین ته ورته نصواري وي. د وړوکتوب دوره یې له اقلیم سره تړاو لري چې له یو تر درې کلو پورې اوږده وي. ډېر خلک دا چونګښې د خوړلو لپاره نیسي.
  
North-American-bullfrog1
North-American-bullfrog By Carl D. Howe

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons