Chorus frog – کورېس چونګښه
علمي نوم یې پسودکریس (Pseudacris)، او په انګرېزۍ کې ورته (swamp tree frog, or swamp cricket frog) نومونه هم اخلي. د ونې څو ډوله چونګښې دي چې د هیلیدای کورنۍ (family Hylidae) سره تړاو لري. په کاناډا، مکسیکو او د متحده ایالتونو په سویل کې ژوند کوي. په ګڼو شنو وښو او وړو بوټو لرونکو سیمه کې پیدا کیږي. لکه د نورو هالید (hylids) په څېر ونې ته په ختلو کې ماهرې نه دي. د ډېرو ډولونو د بدن اوږدوالی له ۲.۵ تر ۳ سانتي متره پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!