د غټوپنجو چونګښه – Clawed frog

د زېنوپوس نسل (genus Xenopus) ده، د بې ژبې چونګښو پنځلس ډولونه دي، په اوبو کې ژوند کوونکې (aquatic) دي، اصلي ځای یې افریقا او د پي پيدای کورنۍ (family Pipidae) غړې دي. وروستۍ پښې یې درې ګوتې لري.
 
زېنوپوس هوار بدن لري، د بدن څنډې یې یو ډول بلغمي کانالونه (mucous canals) لري چې د حس لرونکي غړي (sensory organ) په توګه یې کاروي. د ولاړو یا ورو روانو اوبو لاندې کوزیږي او ښکار ته انتظار کوي. خواړه په دوه مخکینیو پښو خولې ته ننباسي ځکه چې د نورو چونګښو په څېر ژبه نلري. په چونګښو کې تر ټولو زړې لومړنۍ چونګښې ګڼل کیږي. خپلې هګۍ په اوبو کې پر ډوبو شو شنو کوي.
 
زېنوپوس یو وخت په پراخه توګه د انسانانو د اومېندوارۍ د ازموینې لپاره کارېدلې. که چېرې د یوې اومېندوارې ښځې هغه هورمون چې په ادرارو کې وي د دې چونګښې ښځې ته پیچکاري شي نو هګۍ کوي. خو اوسنۍ کارېدنه یې په د جنین پېژندنې (embryological) او د اناتومۍ (anatomical research) په څېړنو کې کیږي.
Xenopus tropicalis02
Xenopus tropicalis By Václav Gvoždík

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons