Antelope – انټېلوپ

د زړې نړۍ څرېدونکي، بوټ لرونکي ژوي دي. د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) غړي او په ارتیو دکتیلا ډله (order Artiodactyla) کې شامل دي. په بوویدای کورنۍ کې د شخوند وهونکو او په منځ کې د خالي ښکر لرونکو کوم چې ۱۳۵ ډولونه لري انټېلوپ یې له درېو څخه دوه برخې جوړوي. په دې کورنۍ کې له انټېلوپ پرته غوییز، وزې او مېږې هم شاملې دي. انتیلوپ یې کوم ټکزانومیکي یا د ډلبندۍ نوم نده. تر ټولو وړوکی یې سلطنتي انتیلوپ (royal antelope) ده، وزن یې تر دوه کیلو ګرامه پورې رسیږي او تر ټولو غټ یې غویی انتیلوپ (giant eland) ده وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. افریقا د انتیلوپ ۷۱ ډولونه لري او د انتیلوپ لویه وچه ګڼل کیږي، همداسې ۱۴ ډولونه په اسیا کې لري. نر یې ښکرونه لري، د ټولو ډولونو له درې برخو دوه برخې ښځې یې هم ښکر لري خو ښکرونه یې له نر څخه نري او لنډ وي. انتیلوپ له مختلفو چاپېریالونو سره توافق لري او له همدې امله یې له یو بل سره خواړه، د بدن کچه، شکل، خوځښت او ټولنیز چلند توپیر لري.

Picture by Paulmaz, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=143283

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons