الپاکا – Alpaca

د ډول علمي نوم یې لاما پاکوس (Lama pacos) ده د اوښانو په کامیلیدای کورنۍ (family Camelidae) کې او په ارتیو دکتیلا ډله (order Artiodactyla) کې ډلبندي شوي. له لاما، ګواناکو او ویکونا (llama, guanaco, and vicuña) سره تړاو لري، د ټولو شریک نوم لامویډ (lamoids) ده. الپاکا او لاما دواړه څو زره کاله وړاندې د جنوبي امریکا د هندیانو لخوا کورني شوي. مګر د لامویډ نور دوه ډولونه ګواناکو او ویکونا وحشي پاتې شوي. لکه د نورو لامویډ په څېر الپاکا نری جګ قد لري، اوږدې پښې لري، لنډه لکۍ لري، واړه سرونه او غټ غوږونه لري. له نورو لامویډ سره ېې توپیر د بدن له وړې کچې کیږي. قد ېې تر ۹۰ سانتي متره (۳۵ انچه) پورې لوړیږي او وزن ېې له ۵۵ تر ۶۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. بدن ېې ډېر رنګونه لري. په مرکزي او جنوبي پېرو کې او غربي بولیویا کې پیدا کیږي. د اینکا د تمدن په وخت کې د دې حیواناتو له وړۍ اشرافو او د شاهي خاندان غړو ته جامې جوړېدې.
Picture by Tony Hisgett from Birmingham, UK – Alpaca, CC BY 2.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=64140292

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons