اډکس – Addax

د افریقا په دښتو کې ګرځېدونکې وحشي وزه ده. مخکې په سهارا کې ډېرې زېاتې پیدا کیدې خو د ۲۰ پېړۍ په اخر کې ورکې شوې. اوږده ښکرونه لري، د نر وزن ېې ۱۰۰–۱۳۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي قد ېې ۹۵–۱۱۵ سانتي متره پورې لوړیږي. ښکرونه ېې ۷۶–۱۰۹ سانتي متره پورې اوږدوالی لري، ښځینه ېې د نر سره قد کې برابرې دي خو وزن ېې ۱۰–۲۰ % پورې کم وي. د ښځینه ېې ښکر لکه د نر په څېر اوږده وي خو تر نر نري وي. په اوړي کې روښانه رنګ لري او په ژمي کې ېې د بدن رنګ تېز خړ ته بدلیږي. کله چې په دې سیمه کې ورځ ډېره ګرمه شي نو اډکس د ورځې لخوا ارام کوي او د شپې لخوا په خوړو پسې ګرځي.
 
Picture by Dezidor – Own work, CC BY 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=2589100

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons