ري ایندیر – Reindeer

ري ایندیر (رنجیفر تاراندوس) په شمالي امریکا کې ورته کاریبو نوم اخلي. د هوسۍ یو ډول ده، د کورنۍ نوم ېې سېرویدای، او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. د روسې، ګرین لنډ، سکادیناویا، الاسکا او کاناډا په ځنګلونو کې پیدا کیږي. په اروپا کې دا هوسۍ کورنۍ شوي. په دې ډول کې غټه غرڅه (نر) تر ۱.۲ متره پورې قد لري او وزن ېې تر ۲۵۰ کیلو ګرامه زیاتیږي. په واوره یا د ځمکې په سطح ېې قدم ډېر ثابت کېښودل کیږي. ري ایندیر ښې لامبو وهونکې هم دي. ښاخ لرونکي ښکرونه ېې تر ۱.۴ متره پورې اوږدیږي. 
که چېرې ښه خواړه ورکړل شي ډېر ژر بلوغیت ته رسیږي خو د ژوند تر څلورم مني پورې غرڅې په خپل منځ کې د هوسۍ سره د نزدیکت لپاره سيالي نکوي. دنزدیکت وخت ېې په اکتوبر میاشت کې ده او دغه موده په ۱۱ ورځو کې پای ته رسیږي. او د مې یا جون میاشت ېې د زېږون میاشت ده. ډېر وخت ېې تازه پیدا شوي بچیان د لیوانو ښکار کیږي. 
د اوراسیا او امریکا ري ایندیر له ۶ تر ۱۳ پورې په ډله کې ژوند کوي. په ژمي کې سره تیتې پرکې په ځنګل کې ګرځي خو په پسرلي کې د کډوالۍ لپاره سره ډله کیږي او یو ځای له یوې سیمې بلې ته سفر پېل کوي. د اوړي واښه ېې د وړو بوټو پاڼې، واښه او غوټۍ دي. په ژمي کې میتابولیزم کمیږي او ډېر وخت دا هوسۍ هغه خواړه خورې کوم چې کاربو هایډریټ لري. په ژمي کې ېې واړه بچیان له خپلې مور سره ګرځي او کوم خواړه چې پیدا کړي خپل منځ کې ېې شریکوي. د هوسۍ دا ډول دواړه نر او ښځه ښکرونه لري، نر ېې له جنسي نزدېکت نه وروسته خپل ښکرونه ماتوي. ښځینه ېې په ژمي کې ښکرونه لري او کله چې خواړه پیدا کړي دفاع پرې کوي. 
په شمالي امریکا کې ېې شمیره تقریبا ۳.۵ ته رسیږي، تر یو میلیون پورې په اوراسیا کې، ډېرې په روسیه کې وحشي دي ا و تر ۳ میلیونه په شمالي اروپا کې اهلي شوي دي.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons