د سپینې لکۍ هوسۍ – White-tailed deer

د سپینې لکۍ هوسۍ (ودو کویلېوس ویرجینیانوس) بل نوم ېې د ویرجینیا هوسۍ ده. د امریکا هوسۍ دي، د کورنۍ نوم ېې سېرویدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. له غربي کاناډا تر پېرو او بولیویا پورې پیدا کیږي. لکۍ او د لکۍ چار چاپېر ېې سپین رنګ لري. کله چې منډه وهي د منډې پر وخت ېې خپله لکۍ پورته نیولي وي. د نوې نړۍ د هوسیو فرعي کورنۍ ده. له نورو هوسیو سره فزیکي توپیر لري، په یخو سیمو کې د دې هوسۍ ښکرونه غټ مګر په ګرمو سیمو کې واړه دي. د غرڅې (نر) قد ېې تر ۱۰۶ سانتي متره (۴۲ انچه) پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۱۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په اوړي کې روښانه سور رنګ لري مګر په ژمي کې خړ نصواري رنګ ته بدلیږي. د نر ښکرونه ېې د مخې لور ته کوږ جوړښت لري. کله چې د هوسیو له نورو ډولونو سره مخ شي خپله دفاع نشي کولای. 
د نزدیکت دوره ېې په نومبر او ډسمبر کې ده، کله چې نر له تېزې منډې وهونکې هوسۍ سره نزدیکت کوي ډېر ژر ېې کوي او لکه د نورو هوسیو په څېر کوم ځنګړي مراسم نلري. د اومیندوارۍ په موده کې هوسۍ مخکې له بچي زېږولو خپله سیمه په نښه کوي. د اومیندواری موده ېې ۲۰۲ ورځې دي. او که بچی ېې ښځه وي له غټېدو وروسته ېې مور دغه په نښه شوې سیمه خپلې لور ته پرېږدي.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons