فالو هوسۍ – Fallow deer
فالو هوسۍ (داما داما) د درمیانه کچې هوسۍ ده، د کورنۍ نوم ېې سېرویدای او د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا ده. ډېر وخت په پارکونو او ژوبڼ کې ساتل کیږي. مورنی ځای ېې دشرقي مدیترانې سیمې دي. یو ډول ېې د داما داما مېزوپوتامیکا په نامه یادیږي د دې هوسۍ مورنۍ ځای اوسنی ایران ده. د نیولیتیک له دورې (د کاڼو نوې دوره) د دې هوسۍ نسل د نړۍ ډېرو برخو ته خپور شوی. په اروپا کې د دې هوسیو وحشي هوسۍ ژوند کوي خو په نوره نړۍ کې یواځې په پارکونو او ژوبڼ کې محدودې دي. قد ېې تر ۹۰ سانتي متر پورې لوړیږي او وزن ېې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. زېړ نصواري رنګ لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!