موز – Moose

د هوسیو د کورنۍ تر ټولو غټ غړي د ډلې نوم ېې ارتیو دکتیلا او د کورنۍ نوم ېې سېر ویدای ده. تور رنګ لري، اوږدې پښې لري، پراخه ښاخ لرونکي ښکرونه لري. په امریکا او د کاناډا هغو سیمو کې چې د امریکا هندیان ژوند کوي موز نوم ډېر کاریږي خو په اروپا کې موز ته اېلک نوم هم اخیستل کیږي. 
موز په اوراسیا او شمالي امریکا کې ژوند کوي. څلور ډوله ېې په شمالي امریکا کې پېژندل شوي: السېز امېریکنا په شرقي کاناډا او په شمالي امریکا کې پیدا کیږي، د السېز اندرسوني ډول په مرکزي کاناډا کې ژوند کوي، السېز شېراسي د امریکا په ډبریزو غرونو او کاناډا کې ژوند کوي او اسېز جیګاس ډول ېې په الاسکا او شمال غربي امریکا کې ژوند کوي. موز کې د پام وړ جغرافیاي فزیکي توپیرونه شته لکه ښکرونه د بدن کچه او داسې نور… 
د الاسکا د موز وزن تقریبا تر ۶۰۰ کیلو ګرام پورې رسیږي او قد ېې تر دوه متره پورې لوړیږي خو واړه ېې بیا ۳۰۰–۳۵۰ کیلو ګرامه پورې شته دي. 
له خپل ځانه په دفاع کولو کې ډېر کلک او تل چمتو وي، په اوړي کې د یږې لخوا پرې حمله کیږي او په ژمي کې د لیوانو لخو تل د برید لاندې وي.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons