2017 مارچ

د اکي مڼې ونه – Ackee

علمي نوم ېې (Blighia sapida) ده او (akee) هم لیکل کیږي. د کورنۍ نوم ېې ساپین دېسای (Sapindaceae) او اصلي ځای ېې غربي افریقا ده. په معتدله او نیمه معتدله سیمو کې دا ونې د میوې لپاره کرل کیږي. د اکي میوې سره په مالګه کې ساتل شوي ماهیان د کارابین (Caribbean) نامتو او د… read more »

ګرنټ اچتز – Grant Achatz

د اپرېل په نېټه، کال ۱۹۷، د امریکا د میشيګان په سنټ کلیر سیمه کې زېږېدلی. د امریکا اشپز ده چې په اشپزي کې نوښت د رهبري تر مقام پورې ورساوه. اچتز د میشیګان ایالت په یو وړوکي ښار کې لوی شوی چېرته چې ېې د پلار د خپلوانو په یو رسټورانټ کې کار کوه…. read more »

اکارا – Accara

د غربي افریقا خواړه دي چې له هغې سپینې لوبیا چمتو کیږي کومې چې توره سترګه لري. دغه لوبیا ته په انګریزي کې (black-eyed pea) نوم اخلي. له پیازو او رومیانو د کاني (kaani) په نامه قورمه ورته جوړیږي. سپینه لوبیا له پیازو، مرچکو او مالګې سره یو ځای کیږي او د کوفتې په څېر… read more »

اسی – د خرما ونه – Acai

علمي نوم ېې (Euterpe oleracea) ده او (assai or assaí)هم لیکل کیږي. د خرما یو ډول ونه ده. اصلي ځای ېې مرکزي او جنوبي امریکا ده. د کورنۍ نوم ېې ارېکې سیای (Arecaceae)ده. او د امزون د ایسټوري سیند ( Amazon River estuary) په اوږدو کې ښې پرېمانه دي. د برازیل په هغو سیمو کې… read more »

ابسېنت – Absinthe

طعم لرونکي مقطر مشروب دي، رنګ ېې زېړ ته ورته شین رنګ ده. کله چې اوبه پکې واچول شي ورېزې ته ورته لکه د شیدو سپین رنګ ته بدلیږي. ډېر زېات معطر دي او خوند ېې ډېر تریخ ده. لکه د برینډي (brandy) په څېر له سپېرېټ (spirit) څخه جوړیږي، د الکولو ولیم ېې ۶۸%… read more »

Abalone – ابېلوني

څو ډوله سمندري حلزون ده. په پروزو برانچیا فرعي کلاس (Prosobranchia) کې ډلبندي شوي، د هالوتیس نسل (genus Haliotis) او د هالیوتیدای کورنۍ (family Haliotidae) تشکیلوي. دغه فرعي کلاس د ګاستروپودا کلاس (class Gastropoda) سره تړاو لري. ابېلوني د ټولې نړۍ د ګرمو اوبو سمندرونو کې پېدا کیږي. قاب ته ورته دغه صدف په خپل… read more »

د زېان رسوونکو بوټو وژونکي کیمیاوي توکي – Herbicide

هر هغه کیمیاوي چې د زېان رسوونکو بوټو د ودې مخه نیسي. مخکې سمندري مالګه او مختلف د تېلو ډولونه د زېان رسوونکوبوټو د وژنې لپاره کارېدل. کله چې په ۱۹ پېړۍ کې، د غلې په فصلونو کې د زېان رسوونکو بوټو خورا زېات ډولونه په پراخه توګه راڅرګند شول نو د مخنیوي لپاره ېې… read more »

د خاورې عضوي اجزا – Humus

په خاوره کې یو ډول اوګانیک توکي دي چې د حیواناتو او بوټو د پاتې شونو له میکروبي تجزې څخه لاسته راوړل کیږي. رنګ ېې له نصواري تر تور پورې شتون لري. ۶۰% کاربن، ۶% نایتروجن، کم مقدار فاسفورس او سلفر پکې موجود وي. کله چې تجزیه شي، اجزا ېې د نبات لپاره تغذیه کوونکي… read more »

حشره وژونکي – Insecticide

هر هغه زهري توکي چې د حشرو د وژلو لپاره کاریږي. اساسا دغه توکي د هغو افتونو د مخنیوي لپاره کاریږي کوم چې فصل ته زېان اړوي؛ د دې ترڅنګ په کرنه د هغومرضونو مخنیوی کوي چې په کرکېله کې د حشرو پېدا کېدو لامل ګرځي. حشره وژونکي توکي د زهري ځانګړنې له مخې، د… read more »

آفت – Pest

هر هغه اورګانېزم چې انسانانو او یا د انسانانو ګټو ته زېان اړوي او په اړه زېان رسوونکی قضاوت شوی وي. په دې افتونو کې ځنې خپله انسانانو د خپلو ګټو لپاره روزلي او یا انساني فعالیتونه او کړنې د دې افتونو د رامنځته کېدو لامل شوي خو اوسمهال ورته د یو ګواښ په سترګه… read more »

ګیفورډ پینشوټ – Gifford Pinchot

د اګسټ په ۱۱ نېټه، کال ۱۸۶۵، د امریکا د کوون په سمسبري سیمه کې زېږېدلی او د اکتوبر په ۴ نېټه، کال ۱۹۴۶، په نیویارک کې مړ شوی. د امریکا د ځنګلاتو په ساتنه کې مخکښ کس ګڼل کیږي. په کال ۱۸۸۹ کې له ېل (Yale) څخه فارغ شو او له دې وروسته ېې… read more »

قلبه کول – Plow

لکه څومره چې کرنه او د بزګرو شتون پخوانی ده همدومره قلبه هم پخونۍ ده. قلبه کول د خاورې اړولو ته وېل کیږي تر څو تخم کرنې ته چمتو شي. د زېان رسوونکو بوټو په کنټرول کې هم مرسته کوي.

Agricultural technology – کرنیزه ټکنالوي

د حیواناتو او کرکېلې د ودې، تولید او مثل تولید د تخنیک له لارې کنټرول کولو ته وایي.   د خاورې چمتو کول هغه میکانیکي پروسه ده چې د خاورې فزیکي وضعېت کرنې ته چمتو کوي. په انګریزي کې ورته (tilling or Soil Preparation) وایي. له چمتو کېدو وروسته په خاوره کې غذایي مواد اضافه… read more »

د غوبل پخوانی لاسي اوزار – Flail

پخوا وخت کې کله چې میکانیزه ماشینونه نه وو دا اوزار د غوبل لپاره کرېدل. په ځنې ملکونو کې د دې اوزار تر څنګ له څارویو هم کار اخیستل کېده. 

هایدرو پونیک – Hydroponics

په انګریزي کې ورته (aquaculture, nutriculture, soilless culture, or tank farming) هم وایي. په هغو اوبو کې د بوټو کرنې ته وایي چې غذایي مواد لري. په دې اوبو کې ځنې وخت د ریښو پټولو لپاره شګه یا جغل هم کاریږي. خو ځنې وخت یوازې اوبه وي. په دې اوبو کې نایتروجن، فاسفورس او پتاسیم… read more »

کلوډ هوپ – Claude Hope

د مې په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۰۷، دامریکا د تکزاس سویټ واټر سیمه کې زېږېدلی او د جولای په ۱۴ نېټه، کال ۲۰۰۰، په کوستا ریکا کې مړ شوی. د امریکا کرهڼپوه وو چې ځنګلي ګلان ېې کورني کړل او نسل ېې ترې واخیسته. دغه ګلان په امریکا کې لومړي نامتو او د خلکو ډېر… read more »

اګوسټون هاراسزتي دو موکسا – Agoston Haraszthy de Mokcsa

په کال ۱۸۱۲کې، د هنګري په فوتاک کې زېږېدلی. دغه سیمه په هغه وخت کې د اتریش امپراتوري وه. د جولای په ۶ نېټه، کال ۱۸۶۹، د امریکا په سن انتونیو کې مړ شوی. اګوسټون په کلیفورنیا کې د نګورو کرنه او صنعت دود کړی. اګوسټون د یو بزګر زوی ووچې په کال ۱۸۴۰ کې… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons