2017 اپریل

کانټور نقشه – contour map

هغه نقشه چې لوړوالی او سطې ښي په کومه کې چې د کانټور خطونو په ذریعه برابر لوړوالی سره وصل کیږي او یا د وصل کېدو په ذریعه برابر لوړوالی لرونکې سیمه ښودل کیږي.

کانټی نېنټل قشر – Continental crust

د ځمکې هغه قشر چې دواړه کانټي نېنټلز او کانټي نېنټل المارۍ یا تاخچه ولري. د ځمکې پراخه برخه تشکیلوي او د سمندرې قشر څخه ډېر زوړ او پېچلی وي.

سکاره – Coal

د بوټو په طبقو وېشل شوی مېټامورفیک (metamorphic)پاتې شوني — هغه تولید چې د تودوخې او فشار له وجې ېې شکل تغیر کړی وي — په ترکیب کې ېې له %۵۰ زېات کاربن موجود وي او په ډېره اسانۍ سوزي.

پېچومی – Cline

هغه پیوند چې د طبقې یا پیچومي په شکل کې وي لکه د (anticline, monocline or syncline)

کلې منرال – Clay

متعد د الومینو سیلیکاټ منرالونه چې دنورو سیلیکاټ د اوبو جذب کولو له لارې را منځته شوي وي. همداسې د هر منرال هغې زرې ته هم وېل کیږي چې له ۱/۲۵۵ ملي متره وړه وي

کلسټ – Clast

د ډبرو هر تشکیل کوونکی جز؛ کلسټیک (clastic)د یوې ډبرې یا رسوب د اجزاو تشریح کوي. په بله معنی د هغو ټوټو تشریح کوي چې د ډبرو د موجودیت څخه مخکې موجودې وې او ډبرې ځنې جوړې شوي او له خپل ځای څخه بې ځایه شوي. 

چرټ – Chert

غلیظه رسوبي ډبره چې ممکن د کوارټز له کرسټال او ممکن د امورفوس سیلیکا څخه ترکیب شوې وي

د چاک منرال – Chalk

نرم کلسایټ (CaCO3)چې سیلیکا، کوارټز فیلډسپر او یا نور منرالونه په مختلفه کچه پکې موجود وي

Sidebar



Share
Hide Buttons