2017 جون

یخ کېدل – Glaze

کله چې د تودوخې درجه د یخ کېدو او یا د یخ کېدو څخه لاندې وي او په دې وخت کې باران، میده میده باران یا پرخه ووریږي او دا پرخه پر سطحې، بوټو او پاڼو یخ شي د (Glaze) په نامه یادیږي. غلظت ېې په یو سانتي متر مکعب کې ۰.۸۵ ګرامه ده. له… read more »

جامده شوې پرخه – Frost

فضایي نم یا لوندوالی چې ښکاره اسمان ته پر ایښودول شوو توکو په مستقیمه توګه کرسټال کیږي. په انګریزۍ کې (frost)له صفر درجې کمې تودوخې ته هم وایي کوم ساړه چې په کرنې اغیز کوي. د جامدې شوې پرخې کرسټال ته په مجموعي شکل کې (hoarfrost)هم وایي. که چېرې تودوخه د یخ کېدو له ټکي… read more »

مخ – Front

په هوا پېژندنه کې د دوه لویو بادونو کوم چې مختلف غلظت او تودوخه لري د انتقال زون یا د یو بل سره د نښلېدو کرښه ده. د دې کرښې نوم یو ناروېجي هوا پېژندونکي د لومړۍ نړېوالې جګړې پر مهال ایښی. فرنټل زون (frontal zone) تل د کم بارومېتریک فشار، د باد په لور… read more »

د لړې یا غبار تیت او پرک کول – له فضا پاکول – Fog dispersal

له مصنوعي لارې له هوا د لړې یا غبار پاکول. ډېر وخت دا چاره د تودوخې یا د مالګې د ذرو د شیندلو له لارې کیږي. په هوایي ډګرونو کې چې کله لړې یا غبار زېات شي د څرګندتیا یا لید لپاره دا چاره تر سره کیږي. کله چې تودوخه له ۰ °C څخه کمه… read more »

لړې – غبار – Fog

د ځمکې سطحې ته نږدې د وړو څاڅکو ورېځ ده. او حتی د دې وړتیا لري چې دومره غلیظ شي چې چې له یو کیلو متر نه کم واټن کې هر څه د سترګو له نظره پناه کړي. غبار یا لړې په فضا کې د یخ او یا د ورېځ ذراتو ته هم کاریږي او… read more »

فن – Foehn

په جرمني ژبه کې ورته (Föhn) وایي چې معنی ېې ګرم او وچ ده. توپاني باد ده چې په ځانګړې موده کې د لیو وارډ ( leeward) په ګړنګ باندې راکوزیږي او تقریبا په ټول غره کې لږیږي. دا نوم اول ځل په ورته باد باندې چې د الپ (alps) په غرونو کې راکوزیږي اېښودل… read more »

نیمه یخ شوې واوره – Firn

هغه واوره چې نیمه واوره او نیمه یخ وي او یا د واورې او یخ ترمنځ حالت کې وي. ډېر وخت د واورې لاندې د یخ له پاسه پیدا کیږي. او د پاسه پرتې واورې د فشار له امله رامنځته کیږي. که چېرې د واورې سطحه زېاته شي او د ۴۵ تر ۶۰ مترو ترمنځ… read more »

فېچ – Fetch

د سمندر د اوبو یا د ساحل سطحه په کومې چې باد په ثابته توګه په یو لور لږیږي او څپې تولیدوي. دا لفظ د (fetch length) په توګه هم کاریږي چې معنی ېې هغه افقي فاصله ده په کومې چې د څپو تولید کوونکی باد لږيږي. له دې پرته هغه اوبه چې بندې وي… read more »

فېرل ویلیم – William Ferrel

د جنوري په ۲۹ نېټه، کال ۱۸۱۷، د متحده ایالتونو د پي اې د کونټي په فولټون سیمه کې پیدا شوی او د سپټمبر په ۱۸ نېټ، کال ۱۸۹۱، د کان په مېووډ سیمه کې مړ شوی. د امریکا هوا پېژندونکی وو چا چې له ځمکې د تاوېدونکو بادونو انحراف تشریح کړ. فېرل د مکتب… read more »

فېرل حجره – Ferrel cell

د نړۍ د بادونو د دوران د منځني عرض البلد موډل برخه ده کومه چې د ویلیم فېرل (William Ferrel) لخوا په کال ۱۸۵۶ کې وړاندیز شوې. په فېرل حجره کې د ځمکې سطحې سره نږدې بادونه د شرق او قطب لور ته لږیږي او په لوړو عرض البلدونو کې د استوا او غرب لور… read more »

د استوایي سیمو بهر ګرد باد – Extratropical cyclone

په انګریزۍ کې ورته (wave cyclone or midlatitude cyclone) نومونه هم اخلي. یو ډول د طوپان سیستم ده چې د منځنیو او لوړو عرض البلدونو په فرنټل زون (frontal zones) کې رامنځته کیږي. د پولر مخ (polar-front theory) د تیوري یا نظرې له مخې کله چې یوه څپه ساړه بادونه له ګرمو بادونو جلا کوي… read more »

اېتیزېین باد – Etesian wind

په اوړي کې د شرقي مدیترانې او ورسره نښتو سیمو له پاسه، تقریبا ښکته فضایي د جنوب له لور خوځېدونکی ثابت باد ده. دا باد د مې میاشت تقریبا له نیمایي تر د سپټمبر نیمایي پورې لږیږي. د لونیان (Ionian)، ادریاتیک (Adriatic)، او اجین (Aegean ) سمندرونو او ورسره نښتو ملکونو په هوا باندې اغیز… read more »

جېمز پولارډ اېسپای – James Pollard Espy

د مې په ۹ نېټه، کال ۱۷۸۵، د متحده ایالتونو په پنسلوانیا کې زېږېدلی او د جنورۍ په ۲۴نېټه، کال۱۸۶۰، د اوهیو په ایالت کې مړ شوی. د امریکا هوا پېژندونکی وو چا چې د ورېځ د تېرمو ډاینامیک (thermodynamics) په اړه سمه تشریح او د ورېځ د جوړېدو په اړه سم مالومات وړاندې کړل…. read more »

استوایي مخ – Equatorial front

په انګریزۍ کې ورته (Intertropical Front) هم وایي. د استوا خط ته نږدې زون په کوم کې چې د دواړو نیمو کرو ټرېډ بادونه (trade winds) له یو بل سره مخ کیږي. معمولا د مخ (front) د تېرېدو سره د ورېځې یو ستره کرښه، د باد یو چټک اوښتون، په تودوخه کې کمی هم مل… read more »

د بادونو غږ – Eolian sound

په انګریزي کې (Aeolian) هم لیکل کیږي او هغه غږ ته وایي چې باد د لږېدو پر وخت یوه خنډ یا مانع سره مخ شي او غږ تولید کړي لکه د تعمیر سره د باد مخ کېدل، د برېښنا له مزو او نورو توکو سره چې یو با ثباته غږتولیدوي او په انګریزي کې ورته… read more »

جورج اېنګلمېن – George Engelmann

د فیبروري په ۲ نېټه، کال ۱۸۰۹، د جرمني فرانکفورټ کې زېږېدلی او د فیبروری په ۴ نېټه، کال ۱۸۸۴، د متحده ایالتونو په سنټ لویز کې مړ شوی. د جرمني بوټپوه، فزیک پوه او هوا پېژندونکی وو څوک چې اساسا د بوټپوهنې په اړه د هغه د مونوګرافونو یا رسالو (monographs) له امله پېژندل… read more »

د دوړو شیطانان – Dust devil

د شګو شیطان (sand devil) ورته وایي. وړوکی لنډ مهاله ګرد باد چې د غرمې په پېل کې کله چې د ځمکې سطحه په چټکۍ سره ګرمیږي نو دا باد لږیږي. دا باد ډېر وخت د ځمکې له سطحې پاڼې، دوړې، شګې، یا نور د ځمکې په سطحه پراته توکي له ځان سره جګوي او… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons