2018 مې

Yorkshire pudding – یورک شېر پوډینګ

د انګلستان عام خواړه دي چې له اوړو سره د اوبو، هګیو، او شیدو له مخلوط کېدو (batter) جوړیږي او د غوا د وازدې په غوړیو (drippings) کې پخیږي. په لمړي ځل باندې دا خواړه په ۱۸ پېړۍ کې، د انګلستان په شمال کې دود شوي. په هغه وخت کې به غوښه د اور له… read more »

Zucchini – شین کدو – د اوړي کدو

د ډول نوم یې کوکوربیتا پېپو (Cucurbita pepo) ده، په انګرېزۍ کې ورته (courgette) نوم هم اخلي. د کورکوبیتاسیای کورنۍ (family Cucurbitaceae) کې ډلبندي شوی. د کورونو په پټیو او مارکیټونو کې پرېمانه پیدا کیږي. د دې کدو ګلان هم د خوړو وړ دي او ډېړ خلک یې په غوړو کې سره کوي. ګلان یی… read more »

Bean – لوبیا

د فاباسیای کورنۍ (family Fabaceae) د څو ډوله بوټو دانې ته وایي. همداسې د ویګنا (Vigna) او فاسیولوس ( Phaseolus) نسلونه څو ډولونه لري کومه چې ډېره پېژندل شوې لوبیا ده. په دې کورنۍ کې ځینې ډولونه سوداګریز ارزښت لري. لوبیا زېات پروتین لري او په منځنۍ کچه وسپنه، تیامین (thiamin)، او ریبوفلاوین (riboflavin) لري…. read more »

Bay tree – لورل ونه

په انګرېزۍ کې ورته د (laurel) نوم هم اخلي هندیان او پاکستانیان یې جامن بولي. د ډول نوم یې لوروس نوبیلیس (Laurus nobilis) ده، په لورسیای کورنۍ (family Lauraceae) کې ډلبندي شوې. کال دولس میاشتې شنه وي. اصلي ځای یې د مدیترانې سیمه ده. پاڼې یې په خوړو کې اچول کیږي، تریخ خوند لري. په… read more »

Basil – ریحان

د ډول نوم یې اوسیمم بازیلیکم (Ocimum basilicum) ده، په انګرېزۍ کې ورته (sweet basil) نوم هم اخلي د نعنا په لامیا سیای کورنۍ (family Lamiaceae) کې شامل ده او د بوی لرونکو پاڼو لپاره کرل کیږي. ګمان کیږي چې اصلي ځای یې هند وي. پاڼې یې په غوښه، کب او سلات کې اچول کیږي… read more »

Baron Moyola of Castledawson – بارون مویولا اف کسټل ډاوسن

اصلي نوم یې (Major James Dawson Chichester-Clark) ده. د شمالي ایرلنډ سیاست پوه وو. د فیبرورۍ په ۱۲ نېټه، کال ۱۹۲۳، په ایرلنډ کې زېږېدلی او د مې په ۱۷نېټه، کال ۲۰۰۲ د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. د شمالي ایرلنډ په منځنۍ کچه ایتلاف جورونکی لمړی وزیر وو چا چې په کال… read more »

Barn – غوجله، د وښو ساتلو خونه، د بزګرۍ خونه

په کرنه کې هغې خونې ته وایي چې کورني ژوي، د ژو خواړه او د بزګرۍ وسایل پکې ساتل کیږي. د تباکو خونه (tobacco barns)، د ټریکټر خونه (tractor barns)، د خوګ خونه (hog barn) هر یو ځانته جلا نوم لري. په متحده ایالتونو کې بارن کلیمه د غوجلې مانا لري او هغې خونې ته… read more »

Barbecue – باربیکیو

بهر خوړو ته وېل کیږي په ځانګړې توګه کوم چې تفریحي شکل لري، په کوم کې چې غوښه، چرګ یا کبان سره کیږي او له سبزۍ سره خوړل کیږي. دا اصطلاح د سیخ کباب لپاره هم کاریږي کوم چې په سکرو پخیږي. باربیکیو انګرېزۍ ژبې ته هسپانویانو انتقال کړی او هسپانویانو د کربین له اراواک… read more »

Barbacoa – بار باکوا

په هسپانوۍ کې ورته باربیکیو (barbecue) وایي یوه اصطلاح ده چې د غوښې د پخونې طریقې ته کاریږي او خپله همدې غوښې ته هم رجوع کوي. د غوښې د پخونې دې طریقې له مکسیکو څخه سرچینه اخیستې. په دودیزه توګه د بارباکوا پخولو لپاره په ځمکه کې کنده وېستل کیږي او په کنده کې سکاره… read more »

Bangers and mash – سوسیس او مخلوط

د انګلستان عام خواړه دي په کوم کې چې سوسیس (sausage or Banger) او مخلوط یا میده شوي کچالو (mash) شامل وي او له پیازو سره پخیږي. په انګلستان کې عام او اساسي خواړه ګڼل کیږي. هر ډول سوسیس پکې اضافه کیږي خو تر ټول دودیز سوسیس د (Cumberland sausage) په نامه پکې پخیږي.

Balm – ويلنى

د نعنا د کورنۍ د (mint family) څو ډوله بوي لرونکې ګیا ده کومه چې د خوشبويي لرونکو پاڼو لپاره کرل کیږي. تر ټولو نامتو ډول یې (balm gentle or lemon balm) ده علمي نوم یې مېلیسا افیسینالیس (Melissa officinalis) ده کوم چې په معتدله سیمو کې کرل کیږي او په عطرو کې د بوي… read more »

Backing – پخونه

په اور او وچې تودوخې د پخولو بهیر ته وایي په ځانګړې توګه په تنور کې له هر ډول اوړو یو څه پخول. ممکن د پخولو تر ټولو زړه طریقه وي. تنور کې د هر ډول غلې له اوړو څخه مختلف توکي پخیږي چې د نړۍ په هره سیمه کې توپیر لري خو له ماقبل… read more »

Bajío – باجیو – باښي یو

انګرېزي تلفظ یې باجیو او هسپانوي تلفظ یې باښي یو ده. د مکسیکو په لوړو کې هواره سیمه ده، د مکسیکو د لویدیځ په مرکز کې واقع ده. له ۱۹ پېړۍ د کرنې له امله پېژندل شوې, ښه حاصل خېزه خاوره لري، معتدل اقلیم لري او مناسب ورښت پکې کیږي. په دې سیمه کې د… read more »

Bacon – بیکن

د خنزیر د بدن د څنګ لخوا او یا له خیټې پرې شوې هغه غوښه چې د شحمو کچه یې له نورې غوښې سره توپیر لري او په ټوټه ټوټه شوې ډوډۍ کې وچه شوې یا هم تازه خوړل کیږي. په غربي اروپا کې له څو پېړیو د بزګرو عمده خواړه دي. د غوښې ډول… read more »

Atole – اتولې

د مکسیکو یو ډول ګرم څښاک ده. په انګرېزۍ کې (atol) هم لیکل کیږي خو له هسپانوي تلفظ څخه بدل (اتول) تلفظ کیږي. د جوارو له اوړو (corn dough) او یا هم له عامو وړو (dough flour) سره اوبه او مسالې یو ځای کیږي او وېشول کیږي. ځینې خلک پکې د اوړو پر ځای د… read more »

Arthur Young – آرتور ینګ

د سپټمبر په ۱۱ نېټه، کال ۱۷۴۱، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د اپرېل په ۲۰ نېټه، کال ۱۸۲۰ په لندن کې مړ شوی. د اقتصاد، زراعت او سیاست لیکوال وو. د زراعت په اړه یې خورا زېاتې لیکنې کړي د دې ترڅنګ یې فرانسې ته سفرونه (Travels in France) کتاب هم… read more »

Bubble and squeak – ببل او سکویک

په دې خوړو کې غوښه، سبزي په ځانګړې توګه کچالو او کرم شامل وي. نور اجزا یې په کړایي کې سره کیږي او له ماښامانۍ یا غرمنۍ سره د اضافي خوړو په توګه خوړل کیږي. په انګلستان کې ببل او سکویک خواړه له ۱۸ پېړۍ دود دي خو په اوسنیو ببل او سکویک کې ډېر… read more »

Bureau of Indian Standards – بي ای اېس

د هند د حکومت یوه اداره ده چې په کال ۱۹۸۷ کې تاسیس شوې تر څو صنعتي او کرنیز تولید معیاري کړي. دا اداره د تولید ازموینه کوي، یوې ځانګړې لوګو یا نښان ته جواز ورکوي تر څو د دې نښان په ذریعه تولید د بي ای اېس ادارې له معیارونو سره د برابرۍ تصدیق… read more »

Burnet – برنېټ

د نسل نوم یې سنګیسوربا (genus Sanguisorba) ده، په دې نسل کې تقریبا ۳۵ ډولونه شامل دي، د ګلاب په روزاسیای کورنۍ (family Rosaceae) کې ډلبندي شوي. ځینې ډولونه یې د سلات په توګه خوړل کیږي او له وچو شوو پاڼو یې چای جوړیږي. بوټي یې لرګی نلري او یوازې ګیاه ده. واړه ګلان لري… read more »

Butter – کوچ

کوچ د شحمو امولسیون (emulsion)، اوبه، او غېرې اورګانیکه مالګه ده چې له شاربلو (churning) لاسته راوړل کیږي. – امولسیون د یوې مایع په بله مایع کې مخلوط ته وایي چې له یو بل سره حل کېدونکې نه وي لکه د تېلو او اوبو مخلوط. د ډېر وخت لپاره کوچ په خوړو کې د غوړیو… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons