2018 مې

Bouquet garni – په دیګ کې اچول کېدونکې د ګیاه ګېډۍ

د ګیاه ګېډۍ ته وایي کومه چې په سوپ، قورمې یا بل پخېدونکي دېګ کې د ګېډۍ په څېر ور اضافه کیږي. تازه او یا وچه شوې ګیا او یا پاڼې وي او له پخېدو وروسته بېرته له دیګ څخه لرې کیږي. موخه یې دیګ معطره کول وي.

Boysenberry – شاتوت

غټ توتان دي او ګمان کیږي چې د نانګې (blackberry) یو ډول ده. ممکن د سرو توتانو (loganberry) یا تمسک توتانو (raspberry) سره د نانګې توت (blackberry) له دوه رګه کېدو رامنځته شوی وي. خوند یې خوږ او تروش وي. تر ټولو زېات په نیوزلنډ او متحده ایالتونو کې کرل شوي. نسل یې په ۱۹۲۰… read more »

Boza – بوزا

د جوارو، غنمو یا ورغستلو له مالټ څخه تخمیر یا خمیره شوی ټینګ مشروب ده. کمه محسوس کېدونکې تروشه مزه لري، تریخ خوند لري او کم الکول هم پکې موجود وي. په شرقي اروپا لکه ترکیه، بلغاریا او رومانیا کې یې خلک ډېر تولیدوي او څکي. په ترکیه کې یې کمه اندازه په بوره یا… read more »

Braising – له سره کولو وروسته قورمه کول

له غوړو او اوبو سره په کم اور د غوښې یا سبزۍ پخولو ته وایي. په انګرېزۍ کې سره کول بیا قورمه کول (Braising) له قورمه کولو (stewing) سره توپیر لري. قورمه کول (stewing) پرته له سره کولو په اوبو کې د غوښې یا سبزۍ ډوبولو او په کم اور پخولو ته وایي مګر (Braising)… read more »

Brassica – براسیکا

براسیکا د ګل کوونکو بوټو نسل ده په کوم کې چې د براسیکاسیای (family Brassicaceae) کورنۍ ۳۷ ډوله بوټي شامل دي. ډېری یې کرنیز ارزښت لري. اصلي ځای یې د اسیا معتدلې سیمې او اروپا ده، د مدیترانې په سیمو کې عام دي. ځینې ډولونه یې په هغو سیمو کې چې اصلي ځای یې نده… read more »

Brazil nut – برازیلي بادام

د ډول نوم یې (Bertholletia excelsa) ده، د پارا نټ (Pará nut) په نامه هم یادیږي. د امریکا په سوېل کې لویې ونې لري. په لیسي تیداسیا کورنۍ (family Lecythidaceae) کې ډلبندي شوي او د ایکوادور، کولمبیا، پېرو او برازیل په امازون ځنګل کې پیدا کیږي. په برازیلي بادامو کې زېات د خوړو وړ فایبر،… read more »

Breakfast cereal – نهار غله

د غلې له دانې جوړ شوي، مخکې له مخکې پاخه او خوړو ته چمتو خواړه دي. په تودیزه توګه له شیدو سره او یا هم له شیدو جوړ شوي کوم بل تولید سره په سهار کې خوړل کیږي. په متحده ایالتونو کې نهار غله ډېر وخت په بورې، شربت یا میوې خوږه شوې وي.  … read more »

Brie – بري پنېر

د غوا له شیدو جوړ شوی پنېر ده. بري نوم د فرانسې د یوې ولسوالۍ نوم ده چېرې چې دا پنېر تولیدیږي. لمړی له ۹ تر ۱۵ انچه (۲۳ – ۳۸ سانتي متره) پورې قطر ورکول کیږي له هغې وروسته (penicillium candidum) مواد پرې شیندل کیږي کوم چې د پنېر چار چاپېره د قشر په… read more »

Broccoli – بروکولي کرم

د ډول نوم یې (Brassica oleracea, variety italica) ده، د کرم یو ډول ده، په براسیکا سیای کورنۍ (family Brassicaceae) کې ډلبندي شوی. د خوړ وړ ګل او ساقه لري. اصلي ځای یې ختیځه مدیترانه او کوچني اسیا ده. د پخواني روم خلکو کرل، په ۱۷۰۰ لسیزه کې انګلستان او متحده ایالتونو ته انتقال شو…. read more »

Broil – کباب کول

د تودوخې وړانګو ته په مستقیمه توګه د خوړو د څرګندولو له لارې پخولو ته وایي، که دا څرګندول د سکرو له پاسه کېښودل وي، د راډونو وړانګو ته کېښودل وي او یا هم په اور باندې پخول وي. کباب کول (Broiling) او سره کول (roasting) له یو بل سره توپیر لري. کباب کول په… read more »

Brooder house – د ژو توده خونه

هغې تودې خونې ته وایي چېرې چې واړه څاروي، چورګوړي او یا نور هر ډول کورني مرغان ساتل کیږي. په انګرېزۍ ژبه کې (Chick brooder) هغې خونې ته وایي چې دېوارونه او فرش یې له لرګي جوړ وي، خونه د خوځښت وړ وي په دې مانا چې لاندې ټایرونه لري او له یوې سیمې بلې… read more »

Brussels sprouts – د بروکسل کرم

دکرم یو ډول ده، د ډول علمي نوم یې براسیکا اولېراسیا (Brassica oleracea) ده، په براسیکا سیای کورنۍ (family Brassicaceae) کې ډلبندي شوی. په اروپا او شمالي امریکا کې ډېر زېات کرل کیږي. د دې کرم غوټۍ (buds) چې د (sprouts) نوم ورته اخلي د خوړو وړ دي. په بلجیم کې تقریبا ۱۲ پېړۍ وړاندې… read more »

Women’s Land Army – ښځینه د ځمکو پوځ

متحده ایالتونو یوه اداره تاسیس کړه چې له کال ۱۹۴۳ تر ۱۹۴۷ پورې یې ښځې جلب کولې او روزلې تر څو د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال په پټیو کې پاتې شوي فصلونه وژغوري. د ۱۹۴۲ کال په اوړي کې د امریکا بزګر د مزدورانو له کمي سره مخ شول او لامل یې دا وو… read more »

Woodruff – ووډ رف

د اسپېرولا نسل (Asperula) څو ډوله بوټي دي، په روبیاسیای کورنۍ (Rubiaceae) کې ډلبندي شوي. د اروپا په ځنګلونو کې وحشي خپله شنه کېدونکي ګلان دي. پاڼې یې په درملو او د مشروباتو په معطره کېدو کې کاریږي. ځینې ډولونه یې په ګل بڼ کې د ښکلا لپاره کرل کیږي.

World Food Council – د خوړو نړیواله شورا

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې (General Assembly) د ۱۹۷۴ په ډسمبر کې تاسیس کړې اداره ده. مرکز یې د ایټالیا په روم ښار کې وو. یوه همغږې کوونکې اداره وه، د زراعت له وزارتونو سره سره یې مرسته کوله تر څو په خپلو هېوادونو کې سوء تغذیه او ولږه له منځه وېسي، د زراعت نوي… read more »

World Food Programme – د خوړو نړیوال پروګرام

د ملګرو ملتونو لخوا په کال ۱۹۶۱ کې تاسیس شوې اداره ده تر څو په نړۍ کې ولږه کمه کړي. مرکز یې د ایټالیا په روم ښار کې ده. موخه یې د نړۍ د نفوس ۱۵% هغه خلک مړول دي چې له ولږې سره مخ دي. هغو سیمو ته خواړه انتقالوي چېرې چې طبیعي پېښو… read more »

Wormwood – افسنتین

د ارتېمیزیا نسل (genus Artemisia) د تریخ بوي لرونکي څو ډوله بوټي دي، د استېراسیای په کورنۍ (family Asteraceae) کې ډلبندي شوي. پخوا په ابسېنت (absinthe) او وېرموت (vermouth) الکول لرونکو مشروبو کې کارېدل، درمل هم ورڅخه جوړېدل. د نړۍ په ډېرو سیمو کې پیدا کیږي. پاڼې یې شین، خړ شین او یا سپینو زرو… read more »

Yam – خواږه کچالو

د ډیوس کوریا نسل (genus Dioscorea) څو ډوله بوټي دي، په ډیوس کوریاسیای کورنۍ (family Dioscoreaceae) کې ډلبندي شوي. دواړو نیمو کرو کې یې اصلي ځای ګرمې سیمې دي. په لویدیځې افریقا او نیو ګینې کې یې ځینې ډولونه د خوړو لپاره کرل کیږي. په انګرېزۍ کې (yam) خواږه کچالو ته وایي چې ډېری خلک… read more »

Yan – ین

د چین پخوانی د برونز لوښی ده چې د غلې د پخولو لپاره کارېده. د زېږېدیز کال څخه ۱۲ تر ۱۸ پېړیو وړاندې د (Shang, or Yin and Zhou) کورنیو په وخت کې تولید شوي لوښي دي. دا لوښي په لمړي ځل له زېږیدیز کال څخه ۳۰۰۰–۲۰۰۰ کاله وړاندې را څرګند شوي خو د شنګ… read more »

Yogurt – مستې

په انګرېزۍ کې (Yoghurt, Yourt, or Yoghourt) هم لیکل کیږي، د خمیرشوو یا تخمیر شوو شیدو نیمه مایع ده. نرم تروش بوي لري او د بوي لامل یې په مستو کې د لکتیک اسیدو (lactic acid) شتون ده. مستې د وزو، مېږو، غواګانو یا میښو له شیدو جوړیږي. په متحده ایالتونو او د اروپا د… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons