Brazil nut – برازیلي بادام

د ډول نوم یې (Bertholletia excelsa) ده، د پارا نټ (Pará nut) په نامه هم یادیږي. د امریکا په سوېل کې لویې ونې لري. په لیسي تیداسیا کورنۍ (family Lecythidaceae) کې ډلبندي شوي او د ایکوادور، کولمبیا، پېرو او برازیل په امازون ځنګل کې پیدا کیږي. په برازیلي بادامو کې زېات د خوړو وړ فایبر، پروتین، تیامین (thiamin)، سېلېنیم (selenium)، مس او مګنیزیم موجود وي. له دې بادامو تېل هم جوړیږي کوم چې په شامپو، صابون، وېښتو ته شکل ورکوونکو جېلو کې او په پوستکي کارېدونکو تولیدونو کې کاریږي.
 
ونې یې په وحشي توګه خپله شنې کیږي، د ونې قد یې تر ۴۹ متره (۱۶۰ فټه) پورې رسیږي، د ونې څانګې یې تر ۳۰ متره پورې چار چاپېره ځان خپروي، د ساقې بیخ یې تر ۲ متره پورې رسیږي. د پاڼو شکل یې هګۍ ته ورته وي او د ګلانو رنګ یې سپین یا کریمي وي. د کوپرې په څېر ګرده میوه کوي د کومې چې قطر له ۸ تر ۱۸ سانتي متره پورې رسیږي، وزن یې تر دوه کیلو پورې وي او په داخل کې له ۱۲ تر ۲۴ پورې بادام لري. یوه ونه یې تر ۳۰۰ پورې کوپرې ته ورته غوزې نیسي. غوزې یې د جنورۍ او جون میاشتو تر منځ پخیږي او لاندې په ځمکه راغورزیږي. خلک یې د ځنګل له ځمکو غوزې را غونډوي له پوښونو یې باسي، له وینزلو وروسته یې لمر ته وچوي او بیا یې د نړۍ هېوادونو ته صادروي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons