Broccoli – بروکولي کرم

د ډول نوم یې (Brassica oleracea, variety italica) ده، د کرم یو ډول ده، په براسیکا سیای کورنۍ (family Brassicaceae) کې ډلبندي شوی. د خوړ وړ ګل او ساقه لري. اصلي ځای یې ختیځه مدیترانه او کوچني اسیا ده. د پخواني روم خلکو کرل، په ۱۷۰۰ لسیزه کې انګلستان او متحده ایالتونو ته انتقال شو. د خوړو وړ فایبر لري، پوټاشیم (potassium)، فولیک اسید (folic acid) او ویټامین اې، سي او کې لري. ځینې خلک یې تازه او ځینې خلک یې له پخولو وروسته خوري. د بوټي قد یې له ۶۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې لوړیږي. که چېرې ونه رېبل شي زېړ ګلان کوي. په معتدله او سوړ اقلیم کې وده کولای شي، د تخم له لارې خپریږي، تخم یې په ځمکه کې خښیږي او یا د بل بوټي په ساقه کې پیوند کیږي. له ۶۰ تر ۱۵۰ ورځو پورې یې سبزي د رېبلو وړ وي کومه موده چې له اقلیم سره تړاو لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons