Brooder house – د ژو توده خونه

هغې تودې خونې ته وایي چېرې چې واړه څاروي، چورګوړي او یا نور هر ډول کورني مرغان ساتل کیږي. په انګرېزۍ ژبه کې (Chick brooder) هغې خونې ته وایي چې دېوارونه او فرش یې له لرګي جوړ وي، خونه د خوځښت وړ وي په دې مانا چې لاندې ټایرونه لري او له یوې سیمې بلې ته انتقالیږي، د ګروپ په ذریعه، د تیلو د شیتوب په ذریعه او یا د برېښنایي بخارۍ په ذریعه تودیږي او چورګوړي پکې تر شپږ اوونیو عمر پورې ساتل کیږي. کومې تودې خونې چې سوداګریزې دي ډېرې لویې وي، د فرش یا غولي لاندې د تودوخې لپاره انګیټۍ یا بخارۍ لري یا د تودوخې لپاره پکې ګروپونه کاریږي په داخل کې زېاتې خونې لري، د هوا بدلولو پکی لري، د اوبو او دانې اضافه کولو لپاره اوتومات سیستم لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons