Women’s Land Army – ښځینه د ځمکو پوځ

متحده ایالتونو یوه اداره تاسیس کړه چې له کال ۱۹۴۳ تر ۱۹۴۷ پورې یې ښځې جلب کولې او روزلې تر څو د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال په پټیو کې پاتې شوي فصلونه وژغوري. د ۱۹۴۲ کال په اوړي کې د امریکا بزګر د مزدورانو له کمي سره مخ شول او لامل یې دا وو چې له کال ۱۹۴۰ څخه تقریبا شپږ میلیونه بزګرو له مالکانو سره کار پرېښی وو تر څو د جګړې پر مهال د لوړ معاش لپاره په شرکتونو کې یا له پوځ سره کار وکړي.
 
په دې وخت کې راډیوګانو او چاپي رسنیو په خلکو غږ وکړ چې د فصلونو په ژغورنه کې مرسته وکړي او بلاخره د غږ ځواب یې ښځو ورکړ. په کال ۱۹۴۳ کې د متحده ایالتونو کانګرېس د دوي روزنې ته بودیجه ځانګړې کړه. په دې پوځ کې د جلب کېدونکو ښځو لپاره کوم ځانګړي شرایط نه وو بلکې اړینه داوه چې جلب کېدونکې ښځې باید حوصله ولري، جرات ولري او د وطنپالنې احساس ولري. په دې پوځ کې تقریبا له یو میلیون څخه زېاتې ښځې جلب شوې چې اکثره د کالج، ښوونځي زده کوونکې، استادانې، سندر غاړې، ارایشګرې او داسې نورې وې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons