World Food Programme – د خوړو نړیوال پروګرام

د ملګرو ملتونو لخوا په کال ۱۹۶۱ کې تاسیس شوې اداره ده تر څو په نړۍ کې ولږه کمه کړي. مرکز یې د ایټالیا په روم ښار کې ده. موخه یې د نړۍ د نفوس ۱۵% هغه خلک مړول دي چې له ولږې سره مخ دي. هغو سیمو ته خواړه انتقالوي چېرې چې طبیعي پېښو انسانان له ولږې سره مخ کړي او د یا د نورو انسانانو کړنو او شخړو په خلکو کې ولږه رامنځته کړې وي.
 
دا اداره خدمات، نغدې او توکي تر خلکو رسوي تر څو خلک په مناسبه توګه ماړه کړای شي. له ماشومانو او اومیندواره ښځو سره هم مرسته کوي. له کال ۱۹۹۶ څخه د دې ادارې په اجرایوي څانګې کې ۳۶ هېوادونه شامل وو چې نیم یې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا (UN’s Economic and Social Council – ECOSOC) لخوا انتخاب شوي وو او نیم یې د خوړو او زراعت ادارې (Food and Agriculture Organization – FAO) لخوا انتخاب شوي وو. په ۲۱ پېړۍ کې دې ادارې له ۱.۴ بیلیونه زېاتو خلکو ته خواړه رسولي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons