Wormwood – افسنتین

د ارتېمیزیا نسل (genus Artemisia) د تریخ بوي لرونکي څو ډوله بوټي دي، د استېراسیای په کورنۍ (family Asteraceae) کې ډلبندي شوي. پخوا په ابسېنت (absinthe) او وېرموت (vermouth) الکول لرونکو مشروبو کې کارېدل، درمل هم ورڅخه جوړېدل. د نړۍ په ډېرو سیمو کې پیدا کیږي. پاڼې یې شین، خړ شین او یا سپینو زرو ته ورته سپین رنګ لري. اصلي ځای یې اروپا ده خو په کاناډا او متحده ایالتونو کې هم طبیعي شوي دي. افسنتین یې عربي نوم ده خو فارسي او پښتو کې هم ورته افسنتین نومونه اخلي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons