Yam – خواږه کچالو

د ډیوس کوریا نسل (genus Dioscorea) څو ډوله بوټي دي، په ډیوس کوریاسیای کورنۍ (family Dioscoreaceae) کې ډلبندي شوي. دواړو نیمو کرو کې یې اصلي ځای ګرمې سیمې دي. په لویدیځې افریقا او نیو ګینې کې یې ځینې ډولونه د خوړو لپاره کرل کیږي. په انګرېزۍ کې (yam) خواږه کچالو ته وایي چې ډېری خلک یې له ښوی کچالو سره توپیر نشي کولای. مګر د بوټپوهنې له مخې ریښتیني (yam) له خواږه کچالو څخه جلا کړل شوي مګر کوم (yam) چې لنده غوښه لري خواږه کچالو ګڼل کیږي. تر اوسه پورې یې سلګونه ډولونه پېژندل شوي چې شکل او رنګ کې له یو بل سره توپیر لري.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons