Assize – د عدالت د محمکې ناسته
په حقوقو کې د عدالت د محکمې ناسته (a session, or sitting, of a court of justice) ده. په پېل کې د منصفه ځواک یا قاضیانو لخوا د محاکمې په مانا وه. په منځنیو پېړیو کې دا اصطلاح د انګلستان د ښارونو د ځینې محکمو ناستو ته کارېده؛ په فرانسه کې د پاریس د پارلمان ځانګړې ناستې ته کارېده (دا کسان د فرانسې په ولایتونو کې سره راغونډېدل). په عصري وخت کې د عدالت د محکمې ناسته (courts of assize) د جرمي محکمې ناسته ده کومه چې له جدي جرمونو سره سر او کار لري.
په انګلستان کې بیا دا ناسته د لندن ښار په وېسټمنسټر کې کېده تر څو د محکمې لیکل شوی امر (writs) چمتو کړي او یا به په سیمه ایزه توګه هر ۷ کاله وروسته په سیمو کې تر سره کېده. اووه کاله ډېر اوږد وخت وو او د انتظار له منځه وړلو لپاره په کال ۱۲۱۵ کې مګنا کارتا (Magna Carta) دا پرېکړه وکړه چې باید د محکمو ناسته هر کال په ښارونو کې ترسره شي. له پر له پسې مقرراتو د قاضیانو او قضا مدني صلاحیت زېات شو او ناستې یې هم زېاتې شوې د دې ترڅنګ د لندن په وېستمنسټر کې د ناستې اړتیا هم په کمېدو او بلاخره له منځه ولاړه.
په فرانسه کې اسیسز ناسته په غټو ښارونو کې ترسره کېده او مشري یې سلطنتي کم رتبه د قضا مدیرانو کوله چې په پرېکړه کې به ورسره سیمه ایز اسېسور یا د قاضي معاون یا مسلکي مرستندویانو همکاري کوله. تر ټولو لویې اسیسز ناستې په کال کې څلور ځله ترسره کېدې او مشري یې لوړ رتبه د قضا سلطنتي قاضیانو کوله.
په فرانسه کې د اسیسز تر ټولو اړینه ناسته د لویې ورځې (grand jour) په نامه ترسره کېده. دا ناسته د پاریس د پارلمان د غړو ترمنځ په ولایتونو کې رامنځته کېدله. دا ناسته به هغه وخت کېده چې د فرانسې په کوم ولایت کې به مدني ستونزې راولاړې شوې او د ناستې موخه به په سیمه کې د حکومت د شتون او د حکومت د ځواک موجودیت په نورو احساس کول وو.
په عصري انګلستان کې د اسیسز ناسته په کال ۱۹۷۱ کې لغوه شوه او د دې پر ځای په خپله موده ټاکل شوې د عدالت عالي محکمې ناسته (sessions of the High Court of Justice) پېل شوه او د دې محکمې سر او کار په زندان کې د مجرم د جرم په اړه پرېکړه، د خیانت او قتل په اړه پرېکړه وه. په فرانسه او جرمني کې د اسیسز ناسته تر کال ۱۹۷۵ پورې د جرمونو محکمه وه چې د جدي جرمونو په اړه یې پرېکړې کولې.
Comments
So empty here ... leave a comment!