Audiencia – اودېنسیا محکمه

په انګرېزۍ کې (Audience) ته وایي او پښتو مانا یې اورېدونکي ده. د منځنیو پېړیو په پای کې، د هسپانیا پاچایي یوه محکمه تاسیس کړه تر څو سلطنتي قضایي سیستم اداره کړي همداسې د هسپانیا په امریکایي کالونیو یا مستعمرو کې یو اساسي دولتي بنسټ وو. په دې محکمه کې د عامو دوسیو قاضیانو ته (oidores) نوم اخیستل کېده چې قاضیان نه وو بلکې په قانون پوه نظامي اجرایوي افسران وو, او د جرمي دوسیو قاضیانو ته (alcaldes de crimen) نوم کارېده. د دوېم فلیپ (Philip II 1556–98) د وخت، د محکمې مشر افسر ته (gobernador, or regente) وېل کېده. د دې محکمې ناسته به یو ځل وه او پرېکړه به یې کوله خو که چېرې چا ته به یې د مرګ جزا اوروله یا په ټولنیزو دعوا ګانو کې به عالي محکمې (chancillería) ته د استیناف حق ورکول کېده.
 
په شپاړسمه پېړۍ کې د هسپانوۍ امریکا په څو اداري ولسوالیو کې اودېنسیا محکمه تاسیس شوه. دې محکمو ته واک ورکړل شوی وو چې په مستعمره کې د سلطنت د نایبانو او جنرالانو یا اجرایوي افسرانو خلاف شکایت واوري او شکایت وارزوي، مناسب عمل وکړي تر څو له واک څخه د سوء استفادې مخنیوی وکړي، د پاچایي لخوا دې محکمو ته واک ورکړل شوی وو چې د امریکا د هندیانو د حقونو ساتنه وکړي. په اوونۍ کې دوه ورځې د دعوا اورېدو ته اختصاص شوې وې. د دې محکمو اساسي فعالیت قضایي وو خو دواړه ټولنیزې او قضایي د قضا حوزې یې لرلې، په ځینو موردونو کې د استناف حق هم ورکول کېده چې په مادرید کې د استیناف محکمې غوښتنه وکړي. اجرایوي افسرانو به په دې محکمه کې د هغو پرېکړو حق لره چې کمې اړینې به وې او اړینه به وه چې په قانون کې زده کړې ولري. . د محکمې په جوړښت کې له درې تر پنځو پورې (oidores) وو خو په کال ۱۵۲۷ کې د مکسیکو محکمه له څلور (oidores) سره ترسره کېده خو په ۱۸ پېړۍ کې د (oidores) شمېر ۱۰ ته زېات شو.
 
په نوې نړۍ کې لمړۍ د اودېنسیا محکمه د (Santo Domingo) محکمه وه چې په کال ۱۵۱۱ کې ترسره شوه، د مکسیکو اودېنسیا محکمه په کال ۱۵۲۷ کې تاسیس شوه، د لیما او ګوتمالا محکمه له کال له ۱۵۴۲ تر ۱۵۴۳ پورې جوړه شوه. تر کال ۱۵۵۰ پورې نورې درې محکمې تاسیس شوې او د مستعمرې د عصر تر پای پورې ټولې ۱۳ محکمې تاسیس شوې وې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons