Bernard Landry – بېرنرډ لنډري
بشپړ نوم یې (Jean-Bernard Landry) ده. د مارچ په ۹ نېټه، کال ۱۹۳۷، د کاناډا د کیوبېک په سنټ جک کې زېږېدلی. د کاناډا سیاست پوه ده څوک چې له کال ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ پورې د کیبېکوا تنظیم (Parti Québécois) مشر وو او له کال ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ پورې د کیوبېک لمړی وزیر (premier of Quebec) وو.
لنډري د مونټريیل پوهنتون (University of Montreal) کې حقوق لوستي او وروسته یې د سیاسي زده کړو لپاره انسټیټیوت (Institut d’Études Politiques) کې چې په پاریس کې ده اقتصاد لوستی. په کال ۱۹۶۸ کې یې د کیوبېکوا په نامه تنظیم تاسیس کړ چې د کیوبېک د ازادۍ خوځښت یې مخکې وړه. په کال ۱۹۷۶ کې د ولایتي پارلمان انتخاباتو ته کاندید شو او په کیوبېک کې یې تنظیم واک ترلاسه کړ. له دې پرته یې د کابینې په څو پوسټونو کې کار وکړ او په کال ۱۹۸۵ د کیوبېک د مالیایې وزیر شو. د همدې کال په پای کې یې تنظیم په انتخاباتو کې ماته وخوړه او لنډري د لنډ مهال لپاره سیاست پرېښود او د مونټ رييل پوهنتون کې استاد شو.
په کال ۱۹۹۴ کې لنډري بېرته سیاست ته راوګرځېد او د لمړي وزیر د معاون کرسۍ ته یې ځان انتخاب کړ کومه کرسۍ چې په کاناډا کې په ولایتي کچه دوېم لوړ واک لري. په کال ۱۹۹۹ کې په دې وتوانېده چې له مرکزي حکومت نه د کیوبېک لپاره متوازنه بودیجه ترلاسه کړي کومه چې په ۴۰ کالو کې نه وه ترلاسه شوې. په ۲۰۰۱ کې په دې وتوانېده چې (Lucien Bouchard) ته ماته ورکړي او د کیوبېک لمړی وزیر او د خپل تنظیم مشر شي. د کیوبېک لپاره تګلاره یې انعطاف نه مننونکې، بې شکه، نه تسلیمېدونکې او قطعي وه. لنډري ویلي وو چې کیوبېک په کاناډا کې له یو متفاوت قوم څخه زېات وو او له همدې امله کیوبېک د دې مستحق وو چې ځانته ترې یو ملک جوړ شي او یوازې ایالت کېدل به کیوبېک په دې وتوانوي چې په شمالي امریکا کې په فرانسوۍ ژبې خبرې کوونکي د خپلې راتلونکې برخلیک وټاکي.
د ازاد کیوبېک ساتنې لپاره لنډري له سختو ننګونو سره مخ شو چې یو له دې څخه د کیوبېک ایالت هغه خلک وو چې په انګرېزۍ ژبه یې خبرې کولې او دې سیمې ته ورغلي مهاجر وو له دوي سره سیاسي شخړې وې کوم چې د کیوبېک د جلا کېدو سخت مخالف وو. په ۲۰۰۳ کال کې (Jean Charest) لنډري ته سخته سیاسي ماته ورکړه او بلاخره دوه کاله وروسته یې د تنظیم له مشرۍ هم استعفا وکړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!