Bicameral system – د دوه پارلمانونو یا د دوه جرګو سیستم

د دولت هغه سیستم ده چې دوه مقننه یا د قانون جوړونې جرګې یا شوراګانې لري. اوسنی دوه پارلماني سیستم په ۱۷ پېړۍ کې، په انګلستآن کې د اساسي قانون لرونکي حکومت له تاسیس سره پېل شوی او په ۱۸ پېړۍ کې اروپا او امریکا ته دا سیستم خپور شوی.
 
کله چې د انګلستان کالونۍ یا مستعمرې په امریکا کې تاسیس شوې نو د کالونیو شوراګانې هم دوه پارلماني وې. په کال ۱۷۷۶ کې د امریکا په ټولو ایالتونو کې دوه پارلماني یا د دوه شوراګانو سیستم تاسیس شو یوازې درې ایالتونو کې یوه شورا موجوده وه او دا درې ایالتونه جورجیا، وېرمونټ، پېنسیلوانیا وه خو په کال ۱۷۸۹، ۱۷۹۰ او همداسې په کال ۱۸۳۰ کې د دوه پارلمانونو سیستم پکې تاسیس شو. کله چې د اساسي قانون حکومتونه په نړۍ کې رامنځته شول نو ډېرو هېوادونو د انګلستان یا د امریکا په څېر د دوه پارلمانونو حکومتونه جوړ کړل.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons