ارتور توماس کاټن – Sir Arthur Thomas Cotton

د مې مېاشت په ۱۵ نېټه، کال ۱۸۰۳ کې د انګلستان په ووډکوټ اکسفورډ شاېر کې زېږېدلی او د جولای په ۱۴ نېټه، کال ۱۸۹۹ کې د انګلستان په ډارکینګ سورې کې مړ شوی.
د انګلستان د ځمکو د اوبو کولو طرحه کوونکی انجنیر وو د چا پروژې چې جنوبي هند له قحطي وژغوره او اقتصاد ېې پیاوړی کړ. کاټن په کال ۱۸۲۰ کې (Madras now Tamil Nadu state) ) ته داخل شو له دې وروسته ېې د ۱۸۲۴–۲۶ کې د انګلستان او برما ترمنځ په جګړه کې ونډه واخیسته او د اوبو کولو د طرحې چارې ېې په کال ۱۸۲۸ کې پېل کړې. په کال ۱۸۳۶ کې ېې په کاوري سیند (Kaveri or Cauvery)، کولي ډېم (Kollidam) او ګووډاوري سیند (Godavari river) باندې ېې د بندونو جوړولو چارې پېل کړې؛ دغو بندونو د ۱۸۴۷–۵۲ کلونو ترمنځ لویه سیمه اوبه کوله. مخکې له دې چې په کاوري سیند خپلې چارې پېل کړي تانجور (Tanjore now Thanjavur) او ورسره نورې سیمې د وچکالی له وجې خرابې شوې وې. د هغه د پروژې دغه سیمې تر ټولو نورو سیمو غني کړې. همداسې ېې په هند کې د (Indian school of hydraulic engineering) له مایع د تولید شوې انرژي مکتب جوړ کړ او په کال ۱۸۶۱ کې د شوالیه مقام ورکړل شو بلاخره په کال ۱۸۶۲ کې له دولتي چارو تقاوت شو.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons