اګوسټون هاراسزتي دو موکسا – Agoston Haraszthy de Mokcsa

په کال ۱۸۱۲کې، د هنګري په فوتاک کې زېږېدلی. دغه سیمه په هغه وخت کې د اتریش امپراتوري وه. د جولای په ۶ نېټه، کال ۱۸۶۹، د امریکا په سن انتونیو کې مړ شوی.
اګوسټون په کلیفورنیا کې د نګورو کرنه او صنعت دود کړی. اګوسټون د یو بزګر زوی ووچې په کال ۱۸۴۰ کې امریکا ته کډوال شو. امریکا ته د رسېدو سره په سوک کې مېشت شو خو په کال ۱۸۴۹ کې له خپلې کورنۍ سره سن دییګو ته ولاړ چېرته چې د خلکود استازي په کاندید شو. په کال ۱۸۵۲ کې ېې کلیفورنیا ته د انګورو د تاکونو واردول پېل کړل. په کال ۱۸۵۸ کې ېې لومړی د انګورو لوی باغ وکره. په کال ۱۸۶۱ کې د امریکا د قانون جوړونې یالتي ادارې دانګورو د څېړنو لپاره مالي اګوسټون ته مالي لګښت ومانه او اروپا ته ېې سفر وکړ تر څو په اروپا کې د باغدارونو سره وویني. له اروپا څخه ېې د انګورو ۳۰۰ ډوله تاکونه له ځان سره کلیفورنیا ته د کرنې لپاره انتقال کړل. په کال ۱۸۶۶ کې نیکارا ګوا ته ولاړ او هلته ېې د ګنیو دکرنې لپاره مځکه واخیسته تر څو د بورې له صنعت سره مرسته وکړي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons