Benzene hexachloride (BHC) – بینزین هیکساکلورایډ

د سټېریوایزومر (stereoisomers) هر ډول چې (1,2,3,4,5,6-hexachlorocyclohexane) د کلورین او بینزینو له ترکیب څخه جوړیږي د حشرو وژونکي توکي ګڼل کیږي. په دې ایزومرونو (isomers) کې یو د حشرو وژونکی ده چې د (lindane, or Gammexane) په نومونو یادیږي.
 
بینزین هیکساکلورایډ په لومړي ځل په ۱۸۲۵ کې ترکیب شو خو د حشرو وژنې ځانګړتیا سره ېې خلک په کال ۱۹۴۴ کې اشنا شول. په دې کې یو بل ډول حشره وژونکی هم شته چې د (γ-isomer or gamma-isomer) په نامه یادیږي او له نورو ټول حشرو وژونکو زر ځله زېات زهري ده. د دې دوو د جوړښت ترمنځ توپیر د کلورین د اتمونو جهت د کاربن د اتمونو له کړۍ سره ده.
 
د کلورین کیمیاوي اضافه کوونه په بینزین کې څو ډوله سټریوایزومرونه (stereoisomers of 1,2,3,4,5,6-hexachlorocyclohexane) جوړوي. په دې کې د (γ-isomer) چې د محلول ۲۰ تر ۲۵% پورې تشکیلوي تر نورو ډېر د حل وړتیا لري. له ( DDTاو BHC) ډېره سپکه مګر په حشرو باندې تر کم وخت خپل اغیز کولای شي.
 
د (lindane) ترکیب چې مخکې د ګاز یا دود په شکل د حشرو وژنې لپاره کارېده اوسمهال ېې کارونه په ډېرو ملکونو کې بنده شوې یوازې د سپږو د مخنیوي لپاره تر اوسه کاریږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons