Tanaidacea – ټانېډسیا

د ټانېډسیا ډلې ته ټانېډ (tanaids) نوم هم اخلي. په مالاکوسټراکا کلاس کې کوچنی ګروپ جوړوي. ټانېډ ډله کې تقریبا ۹۴۰ ډولونه شامل دي.


تشرېح
ټانېډ واړه د اوبو ملخ ته ورته ژوي دي. اوږدوالی یې له ۰.۵ تر ۱۲۰ ملي متره پورې رسیږي. ډېری ډولونه یې له ۲ تر ۵ ملي متره پورې اوږدوالی لري. کلکې کاسې یا کاراپاس یې د سینې دوه برخې پوښلې وي. سینه کې درې جوړه ضمیمې یا ورپسې نښتي غړي لري. د بدن په ځینو برخو خټه کې سوریان جوړوي. د سینې نورې شپږ برخې یې غړي نه لري. د ګېډې پنځه برخو کې یې د لامبو وهلو لپاره غړي موجود وي. لکۍ کې یې یوه جوړه څانګو ته ورته شکل موجود وي.
برانشونه یې د کاراپاس داخلي سطحه کې وي. د سینې غړي یې د خولې لور ته توکي د فلټر کولو او ځان تغذیه کولو لپاره ټیل وهي. ځینې ډولونه یې یوازې نور واړه ژوي ښکار کوي او ځان پرې تغذیه کوي خو ځینې ډولونه بیا په دواړو ښکار او د اوبو په فلټر کولو ځان تغذیه کوي.


د ژوند لپاره چاپېریال
ډېری ډولونه یې سمندري دي خو په تازه اوبو کې هم پیدا کیږي. ډېری ډولونه یې د کمو ژورو اوبو په تل کې ژوند کوي خو یو څو ډولونه یې تر ۹۰۰۰ متره ژورو اوبو کې هم شته.


د ژوند دوران
ټانېډ ریښتینی پلانکټونیک پړاو ژوند کې نلري. د ژوند پیل د مور په مارسوپیم کڅوړه کې کوي. له لاروا وروسته بچیانو ته یې مانکا (manca) نوم اخلي او د سمندر په تل کې ژوند پیل کوي. ځینې ډولونه یې هېرمافروډېټیګ (hermaphroditic) دي او په یوه غړي کې دواړه د نر او ښځې جنسي الې لري.


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس  مالاکوستراکا
له ډلې پورته پېراکاریډا
ډله ټانېډسیا


ډلبندي

  • Suborder Anthracocaridomorpha
      • Family Anthracocarididae
      • Family Niveotanaidae
  • Suborder Apseudomorpha
    • Superfamily Apseudoidea
      • Family Apseudellidae
      • Family Apseudidae
      • Family Eucryptocaridae
      • Family Gigantapseudidae
      • Family Jurapseudidae
      • Family Kalliapseudidae
      • Family Metapseudidae
      • Family Numbakullidae
      • Family Ophthalmapseudidae
      • Family Pagurapseudidae
      • Family Pagurapseudopsididae
      • Family Parapseudidae
      • Family Protoapseudoidae
      • Family Sphaeromapseudidae
      • Family Sphyrapodidae
      • Family Tanzanapseudidae
      • Family Whiteleggiidae
      • Genus Palaeotanais
    • Superfamily Cretitanaoidea
      • Family Cretitanaidae
  • Suborder Tanaidomorpha
    • Superfamily Neotanaoidea
      • Family Neotanaidae
    • Superfamily Paratanaoidea
      • Family Agathotanaidae
      • Family Akanthophoreidae
      • Family Alavatanaidae
      • Family Anarthruridae
      • Family Colletteidae
      • Family Cryptocopidae
      • Family Heterotanoididae
      • Family Leptocheliidae
      • Family Leptognathiidae
      • Family Mirandotanaidae
      • Family Nototanaidae
      • Family Paratanaidae
      • Family Paratanaoidea
      • Family Pseudotanaidae
      • Family Pseudozeuxidae
      • Family Tanaellidae
      • Family Tanaissuidae
      • Family Tanaopsidae
      • Family Teleotanaidae
      • Family Typhlotanaidae
    • Superfamily Tanaidoidea
      • Family Tanaididae

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons