جا ایتین دو بورې – Jean Étienne de Boré

د ډسمبر په ۲۷ نېټه، کال ۱۷۴۱د فرانسوی شمالي امریکا په کاسکاسکیا کې زېږېدلی چې اوسمهال دغه سیمه د ایلیونوا په نامه یادیږي او د فیبروري په ۲ نېټه، کال ۱۸۲۰ د امریکا په لوایزیانا کې مړ شوی.

جان ایتین په لوایزیانا کې د بورې د صنعت تاسیس کوونکی وو. زدکړې ېې په فرانسه کې کړي، لس کاله د پنځلسم لویي پاچا د ماڼۍ ساتونکی وو او وروسته ېې په لوایزیانا کې د نخودو د کرنې بنسټ کېښود. په ۱۷۹۰ لسیزه کې کرکېله افت زېانمنه کړه او جان ایتین په دې ځمکه د بورې د تولید لپاره ګني وکرل. کله چې فرانسویانو دغه سیمه د امریکا حکومت ته په ۱۸۰۳–۱۸۰۴ کې ورکوله جان ایتین د نیو اورلیانز ولسوال وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons