جورج سټېپل ډن – Sir George Stapledon
د سپټمبر په ۲۲ نېټه، کال ۱۸۸۲، د انګلستان په نارتم، ډیون کې زېږېدلی او د سپټمبر په ۱۶ نېټه، کال ۱۹۶۰ بات سومېر سېټ کې مړشوی.
دانګلستان کرهڼپوه (زراعت پوه) او د ځمکې ساینس مخکښ پراخونکی وو. په کال ۱۹۰۴ کې د کیمبرج پوهنتون (University of Cambridge) څخه فارغ شوی او په کال ۱۹۰۶ کې بېرته همدې پوهنتون ته وګرځېد تر څو د بوټو ساینس ووایي. په کال ۱۹۱۰ کې د کرنې سلطنتي کالج کار کوونکو کې وټاکل شو. په کال ۱۹۱۲ کې د وېلس پوهنتون (University College of Wales) ته ولاړه چېرته چې په ګیاه پېژندنه کې د مشاور افسر په توګه وټاکل شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په دوران کې ېې هڅه وکړه چې سوداګریز تخم د زېان رسونکو بوټو له تخم څخه جلا کړي کومې هڅې چې بلاخره د لندن د تخم ازموینې (Seed Testing Station) مشري ور په غاړه کړه. په کال ۱۹۱۹ کې بېرته د وېلس پوهنتون ته ولاړ او د بوټو د نسل اخیستنې د څانګې عمومي ریس شو. په یاد شوي پوسټ ېې تر ۱۹۴۲ پورې کار وکړ او د اوربشو، شوتلو او همداسې نورو شنو په نسل کې ېې ښه والی رامنځته کړ. له دې وروسته ېې د بریتانیا په درې ټاون کې بل د شنو مرکز جوړ کړ چېرته چې تر خپل تقاوت ۱۹۴۶ کال پورې پاتې شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!