جوني لونګډن – Johnny Longden
مکمل نوم ېې جان اېریک لونګډن ده. دانګلستان په وېک فیلډر یارک شېر کې د فیبروري میاشت په ۱۴ نېټه، کال ۱۹۰۷ کې زېږېدلی او د فیبروري په ۱۴ نېټه کال ۲۰۰۳ دامریکا په کلیفورنیا کې مړ شوی.
په انګلستان کې زېږېدلی امریکایي لونګډن دامریکا په اس د منډو وهلولوبې لوبغاړی وه. ۴۰ کاله د ۱۹۲۷-۶۶ کلونو ترمنځ لوبه کړې او ۶۰۳۲ لوبې ېې ګټلي. وروسته ویلي شومېکر په ۱۹۷۰ کې دلوبو دا شمېره پوره کړه.
لونګډن په کال ۱۹۵۲ کې په ۱۵ د مې اولنی امریکایي لوبغاړی وه چې ۴۰۰۰ لوبې ېې ګټلې وې له دې دوه کاله وروسته دانګلستان بل لوبغاړي ګورډن رېچارډ دلوبو دغه شمېره پوره کړه.
لونګډن په ۱۹۱۲ کې له خپلې کورنۍ سره له انګلستانه کاناډا کډوال شو. په ۱۹۲۷ کې د اوتا په ښار کې لوبې پېل کړې. له تقاوت نه وروسته د آسانو روزونکی شواو د ده له روزل شو اسانو یوه آس چې مجټیک پرنس نومېده په کال ۱۹۶۹ کې کوبه وګټله.
Comments
So empty here ... leave a comment!