په کرنې کې یوه معیاري طریقه چې په کیمیاوي توکو د افتونو، مرضونو او حشرو مخنیوی کوي. دغه کیمیاوي توکي په اوبو کې، نفت لرونوکو تېلو کې حل کیږي او بلاخره دغه مخلوط د وړو زرو په توګه په بوټو شیندل کیږي. ځنې وخت د وړو زرو پر ځای د وړو وچو دانو په توګه کېښودل کیږي یا شیندل کیږي او همداسې ځنې ډولونه ېې د ګاز یو لوګي شکل لري. د شیندنې لپاره ېې ځانګړې الوتکې، چورلکې، غټ موټر، ټریکټر او یا لاسي پمپونه او وړې سپرې کاریږي. د موثرو کیمیاوي توکو شیندنې ژوند پوهان (biologists) اندېښمن کړي چې دغه توکي به په طبعېت بد اغیز ولري، خواړه به زېان رسونکي کړيي، اوبه به ککړې کړي او همداسې به د عامه خلکو په روغتیا منفي اغیز ولري. په اوسني وخت کې د نوو جوړو شوو کیمیاوي توکو او د کارونې احتیاطي طریقو یو څه اندازه د دې منفي اغیزونو مخه نیولې. د کیمیاوي توکو شیندنه په بوټو کې د حشرو، خسکو، پیشوګۍ یا اسفنج او باکتریایي مرضونو مخنیوی کوي. ځنې کیمیاوي توکي د زېان رسوونکو بوټو د شنه کېدو مخه نیسي.
Post Views: 138
Comments
So empty here ... leave a comment!