رېبل یا پرې کول او سوزول – Slash-and-burn agriculture
د کرنې طریقه ده چې ډېر وخت ېې د معتدلو سیمو کروندګر د کرنې لپاره کاروي. ډېر وخت ېې د جنوبي اسیا هغه کروندګر چې د وچې سیمې وریجې کري او کرنه په غونډیو کې کوي کاروي. د ځنګل لرونکې سیمې له ځنګل څخه پاکوي ریښې او ساقې ېې سوزوي او بیا پرې کرنه کوي. کومې ریښې چې سوزوي ایرې ېې د ځمکې د ښېرازه کولو لپاره په ځمکه پرېښودل کیږي. له څو کاله کرنې وروسته چې ځمکه له کرنې ستړې شي بیا په طبعي شکل پرېښودل کیږي تر څو طبعي بوټي پکې شنه شي او له څه مودې وروسته دغه بوټي بیا وهل کیږي، سوزول کیږي او ایرې ېې د ځمکې د غنې کېدو لپاره کارول کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!