Ostracod – اوسټرا کوډ

جمع یې دواړه ډوله (Ostracods or ostracodes) لیکل کیږي. د کلک پوستو یا کروستاسیا (اوسټراکوډا) ګلاس دی. په انګریزۍ کې ورته تخم د اوبو ملخ (seed shrimp) نوم هم اخلي. تقریبا ۷۰۰۰۰ ډولونه لري، اوسمهال کې ژوندي ډولونه یې تقریبا تر ۱۳۰۰۰ پورې دي. په اوسمهال کې ژوندي ډولونه یې په مختلفو ډلو کې ډلبندي شوي.

واړه کلکه پوسته دي، اودږوالی یې تقریبا تر ۱ ملي متر پورې دی خو ځینې ډولونه یې تر ۳۰ ملي متره پورې هم رسیږي. بدن یې یو بل اړخ کې هوار شوی وي او په کلسیمي صدف پوښل شوی وي. اوسټراکوډ د ناخالصې مورفولوجي پر بنسټ سره ګروپ شوي.

په ایکولوجیکي توګه اوسټراکوډ یا د زو پلانکټون (zooplankton) برخه وي او یا د بېنتوس (benthos) برخه وي – زو پلانکټون هغه ژوي ته وایي چې تازه اوبو کې یا د سمندر اوبو کې بهیږي او یا بې منزله تګ پکې کوي، بېنتوس هغه ژوي ته وایي کوم چې د اوبو تل کې اوسي. په اوسټراکوډ کلاس کې (Myodocopa) یوازې سمندر کې پیدا کیږي، (Podocopida) په تازه اوبو کې پرېمانه دي، ځینې ډولونه یې د سوېلې افریقا، استرالیا او نیوزلنډ په نم لرونکې خاوره کې پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې هر څه خوړونکي دي، ځینې یې ګیا خوړونکي، ځینې یې د مردار شوي جسد خوړونکي دي او ځینې د اوبو په فلټر کولو خواړه پیدا کوي.

تر ۲۰۰۸ کال پورې د اوسټراکوډ تر ۲۰۰۰ ډولونو او ۲۰۰ نسلونو پورې پیدا شوي وو کوم چې سمندر کې ژوند نه کوي. تر اوسه یې ډېر ډولونه بې تشرېح هم پاتې دي. د (Cyprididae) ډېر ډولونه په موقتي اوبو کې پیدا کیږي او له وچکالي سره یې هګۍ مقاومت کولای شي.

اوسټراکوډ د یوناني ژبې له (óstrakon) کلیمې اخیستل شوی مانا یې صدف ده.


فوسیل
په فوسیلي یادون کې اوسټراکوډ تر ټولو ارتروپوډ پرېمانه دي. د اورډو ویشین مودې له پیل نیولې تر اوسمهاله پورې موندل شوي. د تازه اوبو اوسټراکوډ د ایوسین وخت د بالتیک په امبر یا عنبر کې هم پیدا شوي. اوسټراکوډ د سمندري طبقو د (biozonation) لپاره هم ګټور ګڼل شوي.

The large ostracod Herrmannina from the Silurian (Ludlow) Soeginina Beds

تشرېح
د اوسټراکوډ د بدن غړي په دوه صدفونو پوښل شوي وي. سطحې یې د سمندر (clam) ته ورته وي. د صدف برخه یې کلکه وي، تنه او تنې پسې نښتې ضمیمې یې نرمې وي.

د بدن برخې
د بدن برخه کې یې سر او تنه وي، د سر او تنې تر منځ برخه یې کمه اندازه نرۍ شوې وي او همدا نرۍ شوې برخه یې سر او تنه سره جلا کوي. د نورو کلک پوستو برعکس تنه یې په روښانه توګه په برخو نه وي ویشل شوې. ګوناد یا د جنسي مرغړي یې غټ وي. په بدن کې یې سر تر ټولو برخو غټ وي او زیاتې ضمیمې لري. دوه جوړه انتونونه لري او د لامبو وهلو لپاره یې کاروي. یوه جوړه (mandibles) او دوه جوړې (maxillae) لري. سینه یې معمولا دوه جوړه ضمیمې یا ورپسې نښتې برخې لري خو ډېرو ډولونو کې یا نشته وي او یا پکې یوه جوړه وي. له لکۍ یې دوه برخې بهر وتلې وي.

د (Podocopa) په نامه فرعي کلاس یې برانشونه، زړه، د وینې دوراني سیستم نلري او وینه یې یوازې د دوه صدفونو ترمنځ جریان کې وي. بل فرعي کلاس (Myodocopa) یې زړه نلري، همداسې د (Cylindroleberididae) کورنۍ یې له ۶ تر ۸ پورې برانشونه لري. د (Nitrogenous) غایطه مواد د انتنونو له لارې یا د (maxillae) له پاسه د مرغړیو له لارې او یا د دواړو له لارې بهر کیږي.

په (Myodocopina) اوسټراکوډ کې ترکیبي سترګې موجودې وي، په ټولو (podocopid) کې سترګې (naupliar eye) وي.

د اوسټراکوډ د لامبو وهلو خوځښت

د ژوند دوران
نر یې دوه جنسي الې لري او دواړه جنسي الې د ښځې د جنسي الې په دواړو برخو کې داخلوي. سپرم یې ډېر غټ وي او له جنسي اړیکې مخکې د نر په هګیو کې حلقه یا کړۍ شوې وي. که سپرم یې له حلقې وویستل شي اوږدوالی یې له نر څخه شپږ ځلې زیات وي. جنسي نزدیکت هغه وخت کوي کله چې لویه ډله کې سره یو ځای شي. ځینې ډولونه یې له جنسي اړیکې پرته خاکي بچیان زېږوي.

د اوسټراکوډ ډیر ډولونه هګۍ په مستقیمه توګه په اوبو کې د پلانکټون په توګه پرېږدي او یا یې په ګیا پورې نښلوي. ځینې ډولونه یې خپلې هګۍ د صدف داخل کې ساتي. له هګۍ چوڼېدونکي یا پیدا کېدونکي لاروای بچیان یې صدف لري.


ښکاري ژوي
په اوسټراکود باندې په دواړو وچه او اوبو کې مختلف ډوله ژوي برید کوي او خپل ځان پرې تغذیه کوي. په سمندر کې یې یوه بېلګه (cuspidariid clams) دي کوم چې خپل سیلیا غزوي او د اوسټراکوډ لټون پرې کوي. دوه ژواکو کې نیوټ هم د اوسټراکوډ ځینې ډولونه خوري.


د (Vargula hilgendorfii) ډول یې یو غړی لري په کوم کې چې کیمیاوي وړانګې تولیدوي، کله چې ښکاري ژوی برید پرې کوي نو وړانګې د دفاع لپاره کاروي. ځینې یې همدا وړانګې د جنسي اړیکې لپاره کاروي. جاپانیانو د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال په سمندر کې د دې لپاره رانیولي وو چې د وړانګو په ذریعه یې تیاره کې نقشه وګوري. د ویلو لپاره یې وړانګې کافي وې خو دښمن ته د څرګندېدو لپاره یې رڼا کافي نه وه.


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
لمړی کلاس اولیګوسټراکا
کلاس اوسټراکوډا

فرعي کلاسونه او ډلې

  • Myodocopa
    • Myodocopida
    • Halocyprida
  • Podocopa
    • Platycopida
    • Podocopida

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons