فېرل ویلیم – William Ferrel
د جنوري په ۲۹ نېټه، کال ۱۸۱۷، د متحده ایالتونو د پي اې د کونټي په فولټون سیمه کې پیدا شوی او د سپټمبر په ۱۸ نېټ، کال ۱۸۹۱، د کان په مېووډ سیمه کې مړ شوی.
د امریکا هوا پېژندونکی وو چا چې له ځمکې د تاوېدونکو بادونو انحراف تشریح کړ. فېرل د مکتب معلم وو او په کال ۱۸۵۷ کې ېې په (American Ephemeris and Nautical Almanac)کې کار پېل کړ. په کال ۱۸۶۷ کې ېې د امریکا له (U.S. Coast and Geodetic Survey)غړی شو او بلاخره په کال ۱۸۸۶ کې تقاوت شو.
فېرل توپانونه، د بادونو جریان مطالعه کړ او یو اله ېې اختراع کړه چې د (tidal maxima and minima)ښوونه ېې کوله. له دې پرته ېې د هوا پېژندنې په اړه کتابونه او لیکنې خپرې کړي: د ۱۸۷۷–۸۲ کلونو تر منځ (Meteorological Researches, 3 vol)، په کال ۱۸۸۲ کې (Popular Essays on the Movements of the Atmosphere)، په کال ۱۸۸۴ کې (Temperature of the Atmosphere and the Earth’s Surface)، په کال ۱۸۸۶ (Recent Advances in Meteorology)او په کال ۱۸۸۹ کې د (A Popular Treatise on the Winds)په نامه کتاب خپور کړی.