منشور یا دمقننه قوې لخوا لیکل شوی قانون
منشور د مقننه قوې لخوا رسما تصویب شوی قانون چې پر یو ملک ایالت یا ښار باندې حکومت کوي, ته وایي.
معمولا منشور د یو څه کولو، جایز کولو یا له یو څه د منع کولو امر کوي. او یا یو سیاست او پالیسي اعلان کوي.
منشور د قوانینو مجموعه ده چې مقننه قوه ېې جوړوي او له عرفي،عام یا ګډ قانون څخه جلا دې. ګډ یا عرفي قانون د محکمواو دولتي ادارو لخوا جوړیږي.
د قانون د سرچينې په توګه، منشور دلومړني واک مخالفت له دوېم یا ثانوي واک سره ګڼل کیږي.
منشورد قانون جوړونکي لخوا د یوې مسودې یا بېل په توګه وړاندیز کیږي. که چېرې دا بېل یا مسوده دتقنیني کمیټې له مراحلوتېره شي او دواړه تقنیني جرګې ېې تصویب او تصدیق کړي نو له دې وروسته چې کله د دولت د لوړ پوړي اجرایي افسر لخوا لاسلیک شي قانون ورځنې جوړیږي. (اجرایي لوړپوړي افسر، دملک په کچه ریس جمهور یا هم د ولایت په سطح والي په یو فدرالي نظام کې.) له هیلې سره سم منشور باید دملک له اساسي قانون او بنسټیز یا عضوي قانون سره په توافق کې وي.
دا لفظ دعرفي یا ګډ قانون سره د توپیر لپاره کاریږي. منشور څو ډولونه لري: عامه یا شخصي، خصوصي، اعلاني یا اصلاحي او موقتي یا دایمي. موقتي منشور هغه دې چې د لاسلیک کولو یا لیکلو پر وخت ېې موده مالومه او محدوده لیکل شوې وي او تر هغو پورې د اعتبار وړ وي تر څو ېې چې موده پوره کیږي او یا د مودې د غزېدو لپاره بیا ځلې وړاندیز کیږي. دایمي منشور بیا وخت نلري او د لیکل پر وخت ېې موده محدوده نه وي.
په ځنې ملکونو کې مخکې له دې چې منشور قانون شي، په حکومت کې باید د لوړ پوړی اجرايي افسر لخوا لاسلیک شي. په ځنې ملکونو کې منشور له قانون کېدو وروسته په ژورنال، جريده، او يا زماني تدوین کې خپریږي تر څو تر هر وګړي پورې ورسیدای شي.
دانسانانو په تاریخ کې د قانون جوړونکو لپاره لویه ستونزه داوه چې دغه خپرېدونکې مجلې به وړې پېل خو لویدل به ېې ډېر ژر کېدل او په یاد ساتل او یا هم د قانون په کتاب کې د قانون پیدا کوونه ستونزمنه چاره وه په همدې وجه ېې قانون ته کوډونه ورکړل. لکه دامریکا د متحده ایالتونو کوډ. په ډېرو ملکونو کې منشوري قانون له اساسي قانون نه جلا او د اساسي قانون تابع ده.
په نړیوال قانون کې : د منشور لفظ یوې معاهدې ته وایي چې یو بنسټ تاسیس کوي لکه د اروپا دمرکزي بانک منشور، همداسې لکه د نړیوالې محکمې سره پروتوکول، لکه د عدالت د نړيوالې محکمې منشور، لکه د روم د نړیوالې جنایي محکمې منشور.
منشور د قانون لپاره دوېم کارېدونکی لفظ هم دې او په ۱۸ پیړی کې انګریزانو د دې لفظ کارونه پېل کړې.
د خودمختاري منشور
د هسپانیا په فدرالي ایالت کې، دخپلواکې ټولنې، د خودمختاري منشور لکه د ملک اساسي قانون په څېر یو قانوني منشور ده . خودمختاري منشور نوم ځکه ورته غوره شوی وو تر څو ېې له اساسي قانون سره توپیر وشي.
Comments
So empty here ... leave a comment!